جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې له کورونا د روغو شویو شمېر لس نیم زرو ته...

افغانستان کې له کورونا د روغو شویو شمېر لس نیم زرو ته نږدې شو

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کورونا ویروس ۲۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې په هیواد کې د کورناویروس د ۹۳۲مشکوکو پېښو سمپلونه معاینات شوي چې ۲۷۶ یې مثبت ثابت شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۴۵۱تنو ته لوړ شو.

د روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس له دغو پېښو څخه۷۱ په کابل، ۲۷ هرات،۱۲ کندهار، ۱۷ بلخ، ۲۷ پکتیا۱۰ننګرهار،۲۵ تخار، ۲۳ بامیان ۲ لوګر، ۲۰ کندز، ۷ نیمروز، ۲ میدان وردګ، ۷ بدخشان، ۸ لغمان، ۳ کونړ، ۲ پنجشېر، ۷ زابل او ۶ په ارزګان ولایت کې ثبت شوي دي.

دا په تیرو څو اوونیو کې شپږمه ورځ ده چې روغتیا وزارت په هیواد کې د کورونا ناروغیو پېښو کمېدو راپور ورکوي.

په تیره یوه شپه ورځ کې د افغانستان په څلورو ولایتونو زابل، ننګرهار، پکتیا او هرات کې د کورونا ویروس له امله ۸ تنه مړي شوي چې دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۶۸۳ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه۱۳۲ تنه بیرته روغ شوي چې ورسره د ټولو روغو شوو کسانو شمېر ۱۰۳۰۶ تنو ته ورسېد.

د نړیوالو معلوماتو په اساس د نن جمعې تر غرمې پورې په نړۍ کې ۴۸۹۵۵۵تنه د یاد ویروس له امله مړه شوي او څه باندې ۹ میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب