جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهصالح: ولسمشر په لویو ښارونو کې د جرمونو د مخنیوي کار راوسپارلو

صالح: ولسمشر په لویو ښارونو کې د جرمونو د مخنیوي کار راوسپارلو

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي ولسمشر غني ورته تازه په تازه په ښارونو کې د جرمونو او پېښو د مخنیوي صلاحیت او هدایت ورکړی دی.

ښاغلی صالح پر خپل فیسبوک لیکي، سر له شنبې څخه به د ولسمشر د امر له مخې په دریو نویو برخو کې په پوره صلاحیت کار پیل کړې چې په وینا یې د دې دریو محورونو له عملي کولو سره به اوسنی وضعیت بدل شي او خلک به د امنیت د ټیګښت برخه کې د غوره پایلو مستحق وګرځول شي.

د هغه په ​​وینا، په لویو ښارونو کې د جرمونو مخنیوی، د د ګمرکونو د مالي سیسټم شفافیت او ارزونه اږ په ځانګړي توګه د ولسوالیو په کچه د عوایدو او محلي حکومتدارۍ د پیاوړتیا لپاره کار کول یې نوې دندې دي: (( د سیمه ییزې حکومتولۍ د ارزیابۍ هدف مدیریتي وړتیا رامینځته کول او د کوچنيو شخړو په حلولو او د غوره حکومتي خدماتو وړاندې کولو کې د خلکو ونډې ته ارزښت ورکول دي.))

صالح: یوه میاشت وزارت کې مې د کابل جرمونه صفر کړل

امرالله صالح وویل چې د ځانګړو اهدافو لاسته راوړلو لپاره چې پدې دریو برخو کې باید ترلاسه شيے د ملي امنیت سلاکار دفتر ، د کورنیو چارو وزارت ، د ملي امنیت عمومي ریاست ، د کلیو پراختیا وزارت ، د مالیې وزارت ، د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره ، د اداري اصلاحاتو خپلواک کمیسیون او نورې اړوندې څانګې مستقیم کار کوي.

د ولسمشر لومړي مرستیال ټینګار وکړ چې د واحد او مرکزۍ حکومت او نظام پیاوړتیا لپاره به په دې برخه کې ټولې لازمې همغږۍ او چارې ترسره شي.

امرالله صالح همداراز ویلي، هغه به د خپلو ورسپارلیو دندو په اړه خلکو ته د اصلي پرمختګونو په اړه ژر معلومات ورکړي.

2 COMMENTS

  1. ښاغلی امرالله صالح زمونږ د ولس او افغان ملت افتخار دی . هغه ځان په یوه قوم او سمت پورې نه تړي .
    اما ښاغلي دانش ځان د ولسمشر دوهم مرستیال د هزاه جاتو په برخه کې بولې ، دفتريې له خپل قوم نه ډک کړی او کار هم یواځې خپل قوم ته کوي . خو څوکۍ یې د افغانستان د ټول ملت اشغال کړې او معاش د ټولو یتیمانو ، کونډو ، مسافرو ،غریبانو اوبې وزلانوله سهم نه اخلي .

  2. افغان ولس اوس پوه دی او مونږ پوهیږو چه ښاغلی امرالله خان یو ملی او وطن دوست شخص دی۰د افغانستان ملیتونه ورته یو شان دی د وطن ملی ګټی ورته تر هرڅه مهم دی۰
    د وطن دشمنان تر هرچا ښه پیژنی۰په راتلونکی کښی ور ته لا زیات پرمختګ غواړو۰
    ژوندی دی وی وطن پاکونکی افغانان

    رنګارنګ ګلونه لوی په سیمه غر شی// ځینی ځینی د لیلا پیکی ته ورشی

    مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب