جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهبولټن: ټرمپ چې هر څه روان کړي دي، خطرناک دي

بولټن: ټرمپ چې هر څه روان کړي دي، خطرناک دي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي‌ امنیت د شورا پخواني سلاکار جان بولټن د ولسمشر ټرمپ په اړه د خپلو خبرو کلکه ننګه کړې او ټر​مپ یې خطرناک بللی دی.

ښاغلي بولټن په دې وروستیو کې یو کتاب چاپ کړ او په کې یې د ټرمپ په اداره کې د خپلو شاوخوا ۱۸ میاشتو د تجربو او ځینو نورو هغو مسایلو او پېښو په اړه معلومات خپاره کړل چې د مطبوعاتو او خلکو له سترګو پناه وو.

جان بولټن (د کتاب بشپړ متن) وايي، ټرمپ له افغانستانه ټول ځواکونه ایستل

د بولټن د کتاب نوم «هغه خونه چې دا هرڅه په کې پېښ شول» دی.

نوموړي د دغه کتاب په اړه ځانګړې مرکه کې ولسمشر ټرمپ بدخویه شخص یاد کړ او زیاته یې کړه هغه چې څه ډول پرېکړې کوي، خطرناکه دي.

ښاغلي بولټن د امریکا د سیاسي غلیمانو ایران او شمالي کوریا سره د ولسمشر ټرمپ په چال چلند هم انتقاد وکړ: “ټرمپ‌ دوامداره هلې ځلې کوي چې د ایران (د مذهبي مشر) ایت الله سره خبرو ته کیني،‌ هاغسې چې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خبرو ته کیناست. “

بولټن: چلباز خلیلزاد طالبانو سره د اړیکو پټ کانال درلود او دوی ته یې لوی امتیازات ورکړل

ښاغلی بولټن وايي د هغو “ځوروونکو”خبرو اترو شاهد و چې ولسمشر ټرمپ په کې د چین له ولسمشر څخه وغوښتل چې د هغه په بیا ولسمشر کېدو کې مرسته وکړي.

وايي ولسشمر ټرمپ‌ خپل چینايي سیال ته وویل د امریکا تولیدات دې وپېري چې د هغه د ګټې چانس زیات شي.

همدغه راز د ښاغلي بولټن په خبره ولسمشر ټرمپ د اویغور مسلمانانو لپاره د کمپونو د جوړولو په اړه د چین د پرېکړې ننګه وکړه او اجازه یې ورکړه چې دا کمپونه جوړ شي.

نوموړي همدغه راز د اوکراین ناندریزه مسئله هم یاده کړه او وویل چې ولسمشر ټرمپ د اوکراین له ولسمشر څخه غوښتي وو چې د خپل سیاسي سیال جوبایډن په اړه معلومات ړنګ او ورک کړي.

بولټن: ټرمپ، افغانستان روسیې ته پرېږدي، خلیلزاد طالبانو سره پټې اړیکې لرلې

امریکایي سیاستوالو د ولسمشر ټرمپ دا کار د بهرنۍ تګلارې او قانون خلاف بللی او خبره د هغه تر استیضاح پورې ورسېدله.

خو ولسشمر ټرمپ‌ بیا بولټن تورن کړی دی چې د کتاب په خپرولو سره یې قانون مات او پټ او محرم معلومات یې خپاره کړي دي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ښاغلی بولټن خاین بللی دی او ویلي یې دي‌ چې نیم حقیقتونه او غلط معلومات یې خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب