جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپي ټي ایم مشران: پاکستان دې طالبان ختم کړي، خبرې ورسره کوو

پي ټي ایم مشران: پاکستان دې طالبان ختم کړي، خبرې ورسره کوو

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور او ملګرو يې نن د پاکستاني ریاست لخوا د مذاکراتو وړاندیز په مشروط ډول د یو خبري کنفرانس له لارې ومانه.

د پي ټي ایم منظور پښتین د اسلام اباد پریس کلب کې خبریالانو ته وویل، پاکستان دې لومړی پر پښتنو او د غورځنګ پر غړو تشدد بند کړي، بيا به دوی هم ورسره مذاکرات وکړي.
ښاغلي پښتین پاکستان د پي ټي ایم باور ته زيان رسولی، او اړتیا ده چې دا باور بیرته جوړ کړي: ((پوځ او استخبارات به هم دې مذاکراتو ته حاضريږي، ځکه زموږ زیات حسابونه له هغوی سره دي او ملکي حکومت صلاحیت نلري))

د غورځنګ بل رهبري غړي علي وزير وویل، پاکستاني حکومت تل پښتنو، بلوڅانو،‌ سیندیانو او نورو مظلومو خلکو ته د مذاکراتو په نامه دوکه ورکړې ده: ((دا ځل که بیا ریاست مذاکرات کول غواړي نو بشپړه چمتوالی دي ونيسي او ټول اړخونه دي راولي.))

همدا رنګه د غورځنګ بل رهبري غړي محسن داوړ ټینګار وکړ چې د پي ټي ایم او ټولو پښتنو اصلي ستونزه د پښتنو په سیمو کې د طالبانو موجوديت دی او دوی دا ډلي کاملا ختمول غواړي.

محسن داوړ وویل، غورځنګ مذاکراتو ته حاضر دی خو د پاکستان حکومت تل د مذاکراتو منځ کې خنډونه پیدا کړی دي: ((مذاکرات کوو، مخکي هم وړانديزونه شوي، خو پاکستاني حکومت بيرته په منځ کې داسې کارونه کړي، چي د خبرو پروسه يې درولې. دا ځل له موږ سره لومړی باور جوړونه رامنځته کړي.))

د یادونې ده چې پي ټي ایم له دوه نیمو کلونو راهیسې د پښتنو په سیمو کې د پاکستاني پوځ د ظلمونو، عملیاتو، ورانیو، جبري نادرکه کولو، ماینونو، بې کوریو او مدني محرومیتونو د حساب غوښتلو له نعرې او د طالبانو ورکولو له شعار سره راپورته شوي دي.

دغه حرکت د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې مجبور کړ چې د دفاع وزیر په خوله ورسره د مذاکراتو د پیلولو اعلان یې وکړ.
پي ټي ایم وویل په دې تړاو به له مشورو وروسته خپل دریځ روښانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب