Homeخبرونهمشعل: د افغان کډوال د سپکاوي په تور درې پاکستاني پولیس نیول...

مشعل: د افغان کډوال د سپکاوي په تور درې پاکستاني پولیس نیول شوي

تاند، جمعه، د سرطان ۶ مه: په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل وايي چې هلته د یو افغان کډوال راضي الله (عامر) د شکنجې او ځورونې په تور درې پولیس نیول شوي او دوه نور له دندې لېرې شوي دي.

راضي الله چې په «عامر تهکالي» هم مشهور دی، د پاکستان پولیسو ته د سپکاوي په تور نیول شوی و او څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې عامر په کې د پولیسو په توقیف کې په داسې حال کې ښودل کیږي چې پرتوګ یې ویستل شوی، ګریوان یې شکېدلی او پر مخ یې د شکنجې نښې ښکاري.

د دغې ویډیو له خپرېدو وروسته په مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو دا چال چلند وغندل شو او په قضیه کې د دخیلو پولیسو د محاکمې غوښتنه وشوه.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرعاطف مشعل نن د جمعې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل چې د عامر له کورنۍ سره یې لیدلي‌ دي‌ او پاکستاني چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې دا پېښه به پلټي.

په ټولنیزو رسنیو کې د عامر یوه ویډیو خپره شوې وه چې هغه په کې له ځینو نورو ځوانانو سره ناست دی بنډار کوي او د سیمې د ځینو پولیس مشرانو نومونه اخلي او هغوی ته سپکې سپورې وايي.

د دغې ویډیو له خپرولو وروسته پولیسو هغه ونیوه او بیا یې یوه بله ویډیو پرې ثبت کړه چې عامر په کې د خپلو خبرو او پولیسو ته د سپکو سپورو د ویلو له کبله بخښنه غواړي.

پاکستاني چارواکو هم تایبد کړې چې د عامر په قضیه کې د دریو پولیسو دندې ځنډول شوې دي.

په خیبرپښتونخوا کې یو شمېر خلکو د عامر سره د شوي چلند د غندلو او دخیلو پولیسو د محاکمې غوښتلو لپاره مظاهرې هم کړي دي.

عامر له خپلې کورنۍ سره د پېښور ښار په تهکال کې ژوند کوي.
دا پېښه داسې مهال کیږي چې څه موده مخکې د ایران د یزد په ښار کې پولیسو د افغان کډوالو پر موټر ډزې وکړې، موټر اور واخیست او درې افغان کډوال ووژل شول او یو شمېر نور ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...