تاند (جمعه، د سرطان ۶) باوري سرچینې وايي، د بندیانو د تبادلې پر سر د اختلاف له تقریباً پای ته رسېدو وروسته اوس تمه ده چې ژر بین الافغاني خبرې پیل شي.
رویټرز خبري اژانس د څو سرچینو په قول نن (جمعه) راپور ورکړ چې د افغانستان دولت او وسله وال طالبان به ژر په خپل منځ کې د سولې خبرې پیل کړي.
د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف د شاوخوا ۲۰۰ داسې طالبانو پر سر و چې د افغانستان د حکومت او د ناټو د ځینو قوماندانانو په وینا په لویو او خونړیو حملو کې لاس لري.
د افغانستان حکومت ټینګار کاوه چې د دغو کسانو په ځای به نور طالب بندیان خوشي کړي.
د افغانستان د حکومت یوې سرچینې وویل، د بندیانو مسله تر ډېره حده حل شوې او حکومت به د خطرناکو طالبانو په ځای نور طالبان خوشي کړي.
دې سرچینې همداراز وویل، د دواړو خواوو ترمنځ به د سولې خبرې د جولای په نیمايي کې پیل شي.
رویټرز ته یوې سرچینې ویلي چې طالبانو د خپلو متبادلو بندیانو له خلاصون سره موافقه کړې ځکه چې که دا کار ونه کړي خبرې ځنډېږي. د دې سرچینې په وینا حکومت له طالبانو څخه تضمین غوښتی چې هیڅ دولتي سرتېری به له ځان سره بندي نه ساتي.
رویټرز وايي، درو سرچینو ورته ویلي «فکر نه کوي چې د ۲۰۰ یا ۳۰۰ طالبانو نه خلاصون به د دې سبب کېږي چې طالبان د افغانستان د حکومت د بندیانو له خلاصونه ډډه وکړي.
د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین په دې اړه تراوسه څه نه دي ویلي. ده پخوا ویلي و، هر کله چې د طالبانو ۵ زره بندیان خوشي شول، په یوه اوونۍ کې به د دوی مرکچي پلاوی خبرو ته حاضر شي.
په همدې حال کې پاکستان ویلي چې ژر به بین الافغاني خبرې پیل شي او د بندیانو پر سر د اختلاف مسله به حل شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پنجشنبې په ورځ له رویټرز سره په مرکه کې وویل«شرطونه یو په بل پسې پوره شوي او عمومي نظر دا دی چې وړاندې تګ ته لاره خلاصه ده. زه تمه لرم چې ژر به خبرې پیل شي.»