جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد یوناما مشره: راتلونکې میاشت افغاني مذاکرات پيلېږي

د یوناما مشره: راتلونکې میاشت افغاني مذاکرات پيلېږي

تاند، جمعه، د سرطان ۶مه: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي دفتر یوناما مشره دیبورا لیوینز وايي، د افغان دولت او طالبانو تر منځ مذاکرات به راتلونکې میاشت پیل شي.
اغلې دیبورا لیوینز چې تازه د افغانستان ماموریت ته ګمارل شوې ده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې یې ویلي، ډېر احتمال شته چې مذاکرات راتلونکې میاشت پيل شي.

نوموړې د افغان سولې په برخه کې د امریکا، قطر او ګڼو سیمه ییزو هېوادونو د هڅو ستاینه او ملاتړ کړی دی او ویلي یې دي همدا هڅې وې چې افغان سوله دغه پړاو ته رسېدلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا، ناټو، اروپايي ټولنه او ګڼ لوري د افغان سولې په تړاو هیله من دي او ویلي یې دي هیڅکله افغانان دومره سولې ته نه و نږدې شوي.

د یادونې ده چې لا د پنځه زره طالب او ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو د تبادلې لړۍ نه ده بشپړه شوې، هغه څه چې طالبان پرې ټینګار کوي او وايي، ترې وروسته به یوه اوونۍ کې د سولې خبرو ته حاضر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی