جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېد متقاعدو سیاستوالو کتابونه| ګل رحمن رحماني 

د متقاعدو سیاستوالو کتابونه| ګل رحمن رحماني 

    یو مهال مې د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې کانډولیزا رایسپر لیکلي کتاب« No higher honor» یا تر دې اوچت ویاړ نشته، باندې تبصره لیکلې وه، په کتاب کې اغلې رایس د خپل ماموریت په پای کې له هغو رازونو پرده پورته کړې وه چې ولسمشر بوش اسراییلو ته د یوه خپلواک دولت د جوړېدو او فلسطین د منزوي کېدو په اړه ور سپارلي وو.

  یو ځای یې لیکلي وو چې د خپل ماموریت پر مهال یې خپل ډېر سفرونه په پټ او ښکاره ډول اسرایلو ته وکړل، تر دې چې له زیاتو هڅو وروسته یې یو مهال یې فلسطیني او اسرایلي مشران سره سلا کړل چې د دوو دولتونو پر نقشه لاسلیک وکړي، ماسپښین مهال په غزه کې یوه دوه پوړیزه ودانۍ کې د تړون د لاسلیک لپاره د څو پاتې فلسطیني سیاستوالو راتګ ته انتظار وو چې دوه توغوندي شاوخوا ولګېدل، غونډه ګډه وډه شوه او  بیا نو هر څه زما د ماموریت تر پایه پاتې شول.

      د دې خبرې تر څنګ مې د نړۍ او افغانستان په اړه ځینې نورې خبرې هم په تبصره کې را اخیستې وې، ځینو لوستونکو په کومنټونو کې امریکا او رایس ته سخت پوچ کنځل کړي وو، د تحلیل پر ځای سپکې سپورې روانې وې، احساسات تبادله کېدل، له خپل کار مایوسه شوم، پوهېدم چې لامل زه شوم.

  خبره مې د سیاستوالو تر کتابونو کوله، اوس اوس د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن  نوی چاپ شوی کتاب (د پېښې خونه، د سپینې ماڼۍ خاطرې) هم په دې لړۍ کې خپور شوی چې د نړۍ او افغانستان د رسنیو سرلیکونه یې جوړ کړل. 

     تر دې وړاندې د افغانستان په تړاو ځینې نور کتابونه لکه د پرویز مشرف د اور پر لیکه، د زلمي خلیلزاد استازی، د کریم خرم څلوېښت کاله په توپان کې، د رنګین دادفرسپنا د حکومت له منځه یوه کیسه، د حامد کرزي چاپېدونکي یادښتونه او نور کتابونه هم خپاره شوي چې د افغانستان د سیاست په اړه یې جنجالي اړخونه څرګند کړي.

     ما دا کتابونه لوستي، پر منځپانګه یې خبرې نه کوم، خو پر موخه او پیغامونو یې باید ډېر څه وویل شي. دا کتابونه طبیعي ده چې لیکوال یې د ځان سپیناوي او د نورو د ملامتۍ لپاره بیانوي، غواړي خپل ماموریتونه پاک او مقابل سیاستونه کرغېړن معرفي کړي، کمزوریو ته لاملونه وښيي او د تقدس جامې ور واغوندي.

   بې باوري، یو پر بل شک زیاتول او د بنسټونو پاشل یې بله موخه ده، څو هغه کسان چې د دوی تشې ډکوي یا اوس یې ځای ناستي دي، کم ارزښته، تر دوی ناپوه او کم فهمه معرفي کړي.

   دا ډله لیکوال چې یو مهال چارواکي وو، طبیعي ده چې د خپلو ماموریتونو پر مهال به یې مجبوریتونه لرل، ښايي دا بهانې هم وکړي چې د ملي ګټو لپاره یې خولې تړلې وې، خو هېچا یې هم همغه مهال د استعفا یا په نوم نه ښودونکو سرچینو د حقیقت خپرېدو مخنیوی چا نه و کړی.

    په دوی کې دغه سیاسي تقوا او ژمنتیا ولې د دندې له پای ته رسېدو او تقاعد وروسته را پیدا شوه؟ طبیعي ده چې د وجدان عذاب به ځورولي وي، خو اوس څه په درد خوري، د دوی ناسمو کړنو او پلانونو ممکن نسلونه او د هغوی وختونه تباه کړي وي، اوس به له ناروغۍ مړه ته د درملو راوړلو مانا ولري.

 د اثار پر لوستونکو هم له رواني اړخه ناوړه اغېز لري، ناهیلي، بې وسي او بې باوري ورکوي، زه خو وایم چې ودي شي چې دا به هم د حکومتونو او چارواکو د استخباراتي شبکو او اوږدو پلانونو نورې کړۍ وي چې بېکاره مهرې ورباندې رسوا او له نوو پلانونو عامه ذهنیتونه زړو او تېرو وختونو کې بوخت کړي.

   فکر نه کوم چې دا کتابونه دې د ماضي لپاره د یوه څراغ حیثیت خپل کړي، ځکه چې اوس د نړۍ د سیاستوالو او زورواکي له اویا تر نوي سلنه پانګونه پر راتلونکې زمانه ده، له تېر نه هېڅوک هم عبرت اخیستلو ته وخت نه لري.

   د جان بولټن کتاب به هم د افغانستان پر سیاست او اوسنیو شرایطو له شک پرته چې ناوړه اغېز ولري، خو افغانان باید یو ځل بیا د احساساتو قرباني نه شي، دا کتاب همداسې یو چا لیکلی چې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ په ټاکنه کې د امریکا لپاره یو اتل و، دلته د ټولو ناوړه کړنو پړه ورپه غاړه ده، دی چې هغه مهال د افغانستان کوم خواخوږی نه و، نو اوس هم زموږ د هېواد لپاره کوم د خیر لیدلوری نه لري.

   د خپل دولت، سیاست او راتلونکي حکومت  په تړاو هم د ګوندي او راتلونکو ټاکنو یو ژور کمپایني اړخ دی چې ګټونکی به یې د امریکا د ولسمشرۍ او واکمنۍ څوکۍ ته رسېږي، خو په کابل کې زېږېدلې بې باورۍ به یې د یوې بلې لسیزې یا ښايي زیاتو کلونو لپاره هم افغانستان د جګړې او استخباراتي معاملو او بدګومانیو په اور کې وسېږي. دا کتابونه باید سل په سلو کې حقیقت ونه بلل شي، بلکې د اشخاصو د تېر ژوند یوه بله عادي کړۍ او داسې پول وبلل شي چې دوی د خپلو موخو ته د رسېدو لپاره غوره کړی دی، طبیعي ده چې ورته کتابونه په احساساتي او داسې ټولنو کې چې د موضوع ژورو ته نه ښکته کېږي، ډېرې ناوړه پایلې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب