جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهافغان سفیر، له جنرال باجوه او بلاول بوټو سره په سوله غږېدلی

افغان سفیر، له جنرال باجوه او بلاول بوټو سره په سوله غږېدلی

تاند، جمعه، د سرطان ۶مه: پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل په دوه جلا جلا لیدنو کې له جنرال باجوه او د خلکو ګوند له مشر بلاول بوټو زرداري سره پر افغان سوله غږېدلی دی.
د پاکستان د پوځ له مطبوعاتي دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عاطف مشعل له جنرال باجوه سره په دوه اړخیزو اړیکو اوسیمه ییزومسایلو بحث کړی دی.

ځايي خبریال طاهر خان بیا خبر ورکړی دی چې په دې لیدنه کې کابل ته د پاکستاني نظامي پلاوي د وروستي سفر د هوکړو د عملي شویو اړخونو په اړه بحث شوی دی.
طاهر خان ادعا کړې چې په دې لیدنه کې د افغاني مذاکراتو د راتلونکې ناستې په میکانیزم هم بحث شوی دی چې په کې به حکومت او طالبان یو د بل په وړاندې کېني.

بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند رهبرۍ خبر ورکړی دی چې عاطف مشعل له بلاول بوټوزرداري سره هم د هغه په کور کې لیدلي دي او د دوه اړخیزه اړیکو په ټینګښت او پیاوړتیا ورسره غږېدلی دی.

په دې لیدنه کې بلاول بوټو ویلي، ګوند یې په افغانستان کې له اوږد مهال راهیسې د سولې اوثبات تر څنګ د پیاوړي جمهوریت غوښتونکی دی.
نوموړي ټینګار کړی چې پاکستان او افغانستان وروڼه هېوادونه دي او باید د دواړو تر منځ د سولې، پرمختګ او د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې همکاري زیاته شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب