شنبه, اپریل 27, 2024
Homeمقالېاقتصادد اوبو بندونو له امله د پرمختګ پایداري

د اوبو بندونو له امله د پرمختګ پایداري

ذبیح الله تنوير

د پرمختګ پایداري او دوامدارې ساتنې مسله په اوسنۍ نړۍ کې زیاته تر بحث لاندې نيول شوې، پرمختللي او پرمختیايي هېوادونه په دې هڅه کې دي چې، د خپلو ولسونو لپاره پایداره پرمختګ تضمین کړي، دوی د خپل اقتصاد د پياوړتیا لپاره تر ډيره په کرنه تمرکز کړی، د يوې پایښت لرونکې کرنې لپاره يې د اوبو د سرچینو په مديریت او د هغوی لپاره د لويو او کوچنیو بندونو په جوړولو لاس پورې کړی، چې په پایله کې يې ډيرې بې ګټې ځمکې تر ګټې اخیستنې لاندې راوستي.

د يوې ښې او پایښت لرونکې کرنې لپاره د اوبو د سرچینو مدیریت يو اړین کار دی، ترڅو په هره سیمه کې د نباتاتو لپاره د اړتیا وړ اوبه موجودې شي، په هېواد کې موسمي اورښتونو ته په کتو ډيره اړتیا ده چې د واورې او باران اوبه زیرمه شي، ترڅو بزګران يې د ضرورت په وخت کې د خپلو کروندو د اوبولو لپاره وکاروي.

د موسمي اورښتونو په شتون او د بندونو په نشتون کې ډیری کرنیزې ځمکې په شاړو ځمکو بدلې شوې، کروندو ته تر حد زیات زیان اوښتی، د خلکو کورونه، ښارونه او عام المنفعه ځایونه له منځه تللي، خلک مهاجر شوي، خاوره تخریب شوې، خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي، لارې ویجاړې شوي، وخشي ژوي په تیښته مجبور شوي، بې کاري منځته راغلې، وچکالۍ رامنځته شوي، د هېواد شته اوبه ضایع شوي او په ټوله کې خلک له ګڼو اقتصادي، ټولنيزو، چاپیریالي او سیاسي ګټو بې برخې شوې، خو د اوبو د اداره کولو او بندونو د جوړیدو له سببه د ډيرو هېوادونو کرنه د پرمختګ تر لوړو پوړیو رسیدلې او ځانونه يې د پرمختللو او پرمختیايي هېوادونو په قطار کې اودرولي.

د بندونو په جوړیدو سره ډيرې شاړې ځمکې په کرنيزو ځمکو بدليږي، خلک د وخشتناکو سیلابونو له بېلابېلو زیانونو څخه خوندي کیږي، د وچکالیو او اوبو د کمبود مخه نیول کیږي، کروندې په خپل وخت له اوبو څخه برخمنې کیږي، د بریښنا د تولید لپاره ورڅخه ګټه پورته کیږي، د ماهیانو او مرغانو د روزنې او تولید د لوړیدو سبب کیږي، خلکو ته پکې کاري فرصتونه پیداکیږي، د خاورې او اوبو د تخریب او ضایع کیدو مخه نیسي، د يو روغ  او سالم چاپیریال د رامنځته کیدو باعث ګرځي، د وخشي ژويو د انقراض مخنیوی کوي، کرنه تلپاتې کوي، د کرنيزو محصولاتو د لوړیدو سبب کيږي، د فقر په کمولو کې مرسته کوي، د هېواد داخلي توکو ته په کور د ننه تقاضا زیاتيږي، ورادات کمیږي، صادارت زیاتیږي، په هېواد کې د بېلابېلو نباتاتو کر رواجيږي، صنعت ورسره پیاوړی کیږي، د صنعت لپاره خام مواد پیداکيږي، د هېواد اقتصاد ورسره غښتلی کیږي، مالداري ورسره پياوړې کيږي او په ټوله کې په ټولو سکتورونو د پام وړ مثبته اغېزه لري، ددې ټولو خبرو نچوړ دا کیدای شي چې (( کرنه د هېواد د بډاینې، اقتصادي پیاوړتیا، پر ځان بسیاینې، د سالم چاپیریال رامنځته کونې، د ژوندانه د پایښت موندنې، د ټولنيز ژوند لپاره د توکو د پیداکونې، د چاپیریال د توازون ساتنې، د عاید پیداکونې،ژوند کونې، بیارغونې، امنیت ساتنې او سیاست ګټنې لپاره لومړنی ګام دی)).

افغانستان د اوبو د سترو سرچينو په لرلو او د موسمي اورښتونو  په درلودلو سره مشهور هېواد دی، خو له بده مرغه چې خپلې اوبه يې ګاونډيو دوښمنو هېوادونو ته ور بهیږي، دوی د افغانستان په اوبو د ژوندي پاتې کیدو لپاره غذايي توکو تولیدوي، ددې لپاره چې منندوی واوسي، افغانستان د اور لمبو ته ور ټیله کوي، په ایران کې د افغان مهاجر دغه ناره چې (( کمی آب بیار که سوختم)) ډيره دردونکې وه، خو چا د خپلې خاورې اوبه ورته ورنکړې، که د هېواد شته اوبو ته بندونه جوړ شوي وای بیا به دوی ویل چې (( کمی آب بتی که مردم))، ددې وطن د هرې شاړې ځمکې په کتو ژاړه راځي،ددې خاورې په دې سپیره مخ به کلکه شین ټغر غوړیږي، ترڅو به موږ په خپلو شته اوبو کې تږي یوو، ترڅو به زما شتمنۍ بل مصرفوي، ترڅو به زموږ ځمکې به کره پاتې کيږي، ترڅو به ددې خاورې بچیان د پردي دوښمن هېواد توکي خوري، ترڅو به ……. کیږي.

د يو هېواد د پرمختګ د پایښت لپاره لازمه ده چې د طبیعي سرچینو مدیریت ته ځانګړې پاملرنه وشي،په ځانګړي ډول د اوبو د مهارکولو او راګرځولو لپاره د لویو او کوچنیو بندونو جوړیدل هغه څه دي، چې له امله يې د هيواد پایداره پرمختګ ممکن کیدای شي او د هېواد د کرنې د پراختیا او عصریتوب خوب په رښتیا بدلولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب