چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی

د احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکیټ کې اور لګېدلی

تاند (جمعه، د سرطان ۶) راپورونه ښيي چې د کابل ښار د احمدشاه بابا مېنې په یوه مارکېټ کې اور لګېدلی چې د دې خبر د خپرېدو تر شېبې دوام لري.

د کابل امنیه قومانداني تایید کړه چې د ښار په دوولسمې امنیتي حوزې پورې اړوند د احمدشاه بابا مېنې د سلیم کاروان بلاکونو ترڅنګ په مارکیټ کې اور بل شوی دی.

تراوسه پورې د اورلګېدو له کبله د سر و مال د تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي خو شاهدان وايي چې د اور لمبې ډېرې لوړې دي او باور لري چې ډېر تاوان به یې اړولی وي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی فردوس فرامرز رسنیو ته وویل، د پېښې ځای ته اوروژونکي رسېدلي او هڅه کوي چې اور مړ کړي.

تراوسه د اورلګېدو د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. دا هم نه دي ویل شوي چې په مارکیټ کې، چې اور پرې بل دی، څه ډول مواد پلورل کېږي.

د کابل په مارکیټونو په تېره بیا منډيي کې په ځلونو اور لګېدلی او هر ځل یې د ملیونونو افغانیو زیان پېښ کړی دی.

تراوسه اکثره پېښې د برېښنا د شارتۍ له کبله رامنځته شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب