د څېړني هدف او روشونه ئې:
له څېړني څخه مراد دا دئ چي بې له شرحو څخه یو صحیح متن رامنځ ته سي او هغه راز متن وي چي مؤلف ترتیب کړی اوکښلی وي. زیاتره محققین دغه ټکي ته متوجه نه دي او په نتیجه کي لمنلیکونه له بې ځایه شرحو او زوائدوڅخه ډکوي)١(. د مثال په توگه د لغاتو شرحي، د نومو شرحي او له چاپي کتابو څخه د داسي مطالبو نقلونه چي په متن کي هغو ته اشاره نه وي سوې او دغه راز د مؤلف پر خبرو باندي تعلیقات. دغه راز اوږدې اوږدې او ستومانوونکي شرحي کله کله لوستونکی د متن له مطالعې څخه خواتوری کړي.
د متونو څېړنه باید په لاندي ډول سر ته ورسېږي:
۱ – دکتاب، د هغه د نامه او مؤلف ته د هغه د انتساب د سموالي څېړنه.
۲- که نسخه په خپله د مؤلف په لیک کښل سوې وي، لیکدود ئې باید په هماغه شکل وساتل سي([1]).
۳ – که مؤلف له نورو کتابو څخه نقل قولونه را اخیستي وي او مأخذ ئې ښوولی وي، باید هغه کټ مټ ثبت سي. کمي او زیاتي، سموالي او ناسم والي ته ئې باید په لنډ ډول په لمنلیکونو کي اشاره وسي. د مثال په توگه باید وویل سي:
دا متن په پلاني کتاب کي د الفاظو په توپیر یا زیاتوالي او کموالي سره راغلی دئ.
۴ – کله کله مؤلف خپل مأخذ نه وي ښوولی. په دې صورت کي که محقق ته مأخذ ورمعلوم وي، ښه او ډاډمن کار به دا وي چي هر مطلب خپل مأخذ ته حواله سي.
له پورتنیو دوو ټکو (۳،۴) څخه یوازي د متن د مطمئن توب او سموالي له پاره استفاده کېږي.
۵ – کله کله قلم د مؤلف له واکه ووزي، یا حافظه ورسره مرسته ونه کړي او په نتیجه کي کوم لغت یا نوم په ناسمه توگه ثبت سي. محقق کولای سي دغه تېروتنه په لمنلیک کي سمه کړي او متن په هماغه ډول چي دئ، وساتي. ځکه متن چي مؤلف په خپل خط کښلی وي، د ده د افکارو، پوهي او علمي شخصیت نمایندگي کوي.
۶ – که نسخې بېلابېلي وي، یوه نسخه باید د کار د تاداو (اساس) په توگه غوره سي چي په دې ډول اصلي متن خوندي سي.
۷ – په لمنلیکونو کي د نسخو توپیرونو ته یعني د روایتو اختلافو ته اشاره کېږي.
۸ – د روایت د اختلاف په صورت کي باید مصحح د هر روایت په باب تر تحقیق وروسته، په متن کي هغه څه ثبت کړي چي د سموالي له مخي تر نوروغوره وي. د لاسوهلي او تحریف سوي روایت یا بل اشتباهي مطلب یادونه په لمنلیکو کي کېږي.
۹ – که په یوه نسخه کي کوم مطلب ولیدل سي چي په اصل نسخه کي راغلی نه وي، دغه مطلب باید پر اصل نسخه باندي ور زیات سي او په لمنلیک کي ورته اشاره وسي. البته دا کار هغه وخت صحیح دئ چي محقق ته ثابته سي چي نوموړی مطلب د کتاب په اصلي متن پوري اړه لري او ناسخ یا کاتب له خوا پر زیات سوی نه دئ. که ورته ثابته نه وي، نوموړی مطلب باید په لمنلیک کي راوړل سي، یا هغه ته اشاره وسي.
۱۰ – که کوم توری یا کومه کلمه له متن څخه لوېدلې وي، محقق ته اجازه سته چي لوېدلې برخه پر متن باندي ورزیاته کړي. په دې شرط چي زیاته سوې کلمه باید په پتریو (لویو قوسو) کي کښېږدي. قدماوو (اولنیو) هم د حدیثو په کتابو کي د هغه څه زیاتونه مجاز بللې ده چي د حدیث له متن یا سند څخه به لوېدلې وه([2]).
۱۱ ــ که په نسخه کي کوم ځای سوری یا څیري سوی وي او د متن یوه برخه له منځه تللې وي او دغه له منځه تللې برخه په کومه بله خطي یا چاپي نسخه کي موجوده وي او دغه متن له لومړۍ نسخې څخه نقل سوی وي، مصحح کولای سي دغه کمبوت د هغه له مخي پوره کړي او په لمنلیک کي ئې یادونه وکړي. زیاته سوې برخه باید په پتریو (قوسو) کي ونیول سي. خو که محقق کمبوت ځای یا نالیکلې برخه په بل مأخذ کي پیدا نه کړي، باید متن هماغسي ناقص پرېږدي او په لمنلیک کي دي لوېدلي یا نالیکلي برخي ته اشاره وسي.
۱۲ – ځیني مصححان د زیاتو نسخو د سته والي په صورت کي، د یوې باوري نسخې له غوره کولو څخه ډډه کوي، یعني په یوه وخت کي پر څو نسخو باندي تکیه کوي. دا کار که څه هم مصحح ته نامحدوده آزادي ورکوي خو له دې آزادۍ سره سره بیا هم څوک د تېروتني له بابته مطمئن کېدلای نه سي. دا کار هغه مصحح په ښه توگه کولای سي چي د کتاب د مؤلف او د هغه د سبک او ژبي په باب ښه پوره معلومات ولري. سره دې هم ښه دا ده چي پر یوه نسخه باندي اعتماد وسي او هغه بیا له نورو نسخو سره مقابله سي او غوره او سم ثبت ئې انتخاب کړه سي.
۱۳ – اولنیو محققینوکه به د کوم کتاب دوې نسخې وموندلې، یوه به ئې له بلي سره مقابله کوله او اختلافونه به ئې د یوې نسخې په لمن کي نقل کول او ورته لیکل به ئې “فی نسخة کذا”. په دغه راز مواردو کي به هغه څه چي په لمنلیک کي نقل سوي ول، ډېر اعتبار درلود. مصحح کولای سي د لمنلیک او حاشيې په منځ کي یوه خوا غوره کړي او په حاشیه کي هغه ته اشاره وکړي.
۱۴ – کله کله یو عالِم سړی کوم کتاب مطالعه کړي او ځیني عبارتونه ئې ورسم (اصلاح) کړي. دغه سم سوي عبارتونه د نسخې ارزښت ورزیاتوي. که مصحح له دغو سم سوو عبارتو سره موافق وي، کولای سي چي په متن کي ئې راوړي او په لمنلیک کي هغه ته اشاره وکړي.
په کلي ډول باید په لمنلیکونو کي د نسخې ټولو تعلیقاتو او حاشیو ته اشاره وسي.
)١( په پښتو متونو کي د دغه زوائدو او اوږدو شروحو په مثال کي د تاریخ مرصع متن راوړلای سو چي اصلي متن (؟ مخه) او تعلیقات ئې (؟ مخه) دي. زه (هوتک) هم د اوږدو شرحو په تکلیف باندي مبتلا یم او ځان نه سم ځني خلاصولای (هوتک).
([1]) ما د حنان بارکزي دېوان د ده په خپل لاس کښلو نسخو له مخي ترتیب کړی دئ خو په افغانستان کي د مروج تعامل له مخي مي (کښي) په (کي) اړولي دي چي باید نه مي وای الیش کړي (هوتک).
([2]) ښاغلي هارون په دې باب له ابن کثیرڅخه یو مهم متن په خپل کتاب کي راوړی دئ. وگورئ: تحقیق النصوص – قاهره، ۱۹۵۴.