Homeخبرونهطالبانو ۲۰ نور افغان بندیان هم خوشي کړل

طالبانو ۲۰ نور افغان بندیان هم خوشي کړل

تاند، جمعه، د سرطان ۶مه: طالبان وايي، له خپلو بندونو څخه یې تېره ورځ ۲۰ نور افغان دولتي سرتېري هم ازاد کړي دي.
د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دغه زندانیان تېره ورځ په هلمند کې دوی ازاد کړي دي.

حکومت لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو طالبانو تر دې وړاندې هم په مختلفو جوپو کې ۶۰۱ تنه زندانیان له خپلو شکنجه خونو خوشې کړي وو، چې ګڼ یې د افغان دولت لخوا ملکي خلک وبلل شول.

دا په داسې حال کې ده چې ژر تر ژره د بندیانو خوشې کولو لړۍ ته هیلې زیاتې شوې دي چې ورسره به د افغاني مذاکراتو د پيل امکانات هم په یوه اوونۍ کې زیات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پوهنې اتل او غوره مدیر | حبیب وقار

نومیالی هغه دی چې په بهرنیو ماڼیو کې د اوسېدو پر ځای د خپل کور او کلي د خټینو کورونو پر ماڼۍ کولو فکر...