پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهجان بولټن (د کتاب بشپړ متن) وايي، ټرمپ له افغانستانه ټول ځواکونه...

جان بولټن (د کتاب بشپړ متن) وايي، ټرمپ له افغانستانه ټول ځواکونه ایستل

تاند (چهارشنبه، د سرطان ۵) د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن له ۱۷ میاشتې دندې وروسته تېر کال استعفا وکړه.

ده په وروستیو کې یو کتاب لیکلی چې نن سبا یې په امریکا کې جنجالونه پنځولي دي.

د جمهوریپال ګوند غړیو پرې سختې نیوکې کړي چې ولې یې د امریکا پټ رازونه افشا کړي او دیموکراتانو بیا ویلي چې ده ولې دا خبرې تېر کال د استیضاح په لړ کې نه افشا کول.

دا کتاب چې «هغه خونه چې دا پکې پېښ شول» نومېږي، ۵۹۲ مخه دی چې که وژباړل شي نو ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ مخه کېږي. (د فونټ سایز ته په کتو)

دا کتاب د سایمن انډ شوستر خپرندویې ټولنې له لوري د سې شنبې په ورځ (جون ۲۳) ۲ لکه نسخې چاپ شو.

په دې کتاب کې ویل شوي چې ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په دوهم کال کې افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو پرېکړه ناکامه وبلله او ویې غوښتل چې خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي ځکه چې ده باور درلود چې په دې جګړه کې د امریکا منابع (پیسې او سرتېري) بې ځایه ضایع کېږي خو د هماغه وخت دفاع وزیر متیس او یو شمېر نورو چارواکو هڅه وکړه چې ټرمپ له دې پرېکړې لاس اخیستو ته اړ باسي.

جان بولټن د ټرمپ له قوله خلیلزاد هم یو فریب ورکوونکی او چلباز بللی دی چې په وینا یې له طالبانو سره سوله کې همدغسې یو کس ته اړتیا ده: (( خلیلزاد طالبانوته ډېر امتیازات ورکړل، ترمپ هم راته ویل چې پوهېږم ډېر چلباز سړی دی خو طالبانو لپاره همداسې یو کس پکار دی.))

نوموړی وايي، خلیلزاد په ۲۰۱۸ کال کې له طالبانو سره د اړیکو پټ کانال پرانیست او وروسته یې ځان د افغان سولې لپاره د ځانګړي استازي مقام ته ورساوه.
نوموړي په خپل کتاب کې چې تېره ورځ چاپ شو ویلي، امریکا په افغانستان کې ماتې خوړلې ده او پرېږدئ چې له دې وروسته له داعش سره روسیه مبارزه وکړي.

نوموړی وايي، افغان جګړه د ټرمپ له نظره کاملا ناکامه ده او باید امریکا له دغه هیواده ووځي: (( کله چې ماتیس ورته وویل هلته خو داعش دی، نو ټرمپ وویل، چې هغه روسیې ته پرېږدئ.))

بولټن دا هم ویلي چې ټرمپ د افغانستان د اوسني ولسمشر اشرف غني او پخواني ولسمشر حامد کرزي نومونه سره ګډوډول او ډېر ځلې به یې ویل چې پخواني ولسمشر اشرف غني په فساد کې لاس درلود خو منظور به یې حامد کرزی و.

د د دې کتاب بشپړ انګلیسي متن دلته لوستلی شئ

The Room Where It Happened

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب