پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزکه واده مو په خپله خوښه نه وي کړی دا چارې عملي...

که واده مو په خپله خوښه نه وي کړی دا چارې عملي کړئ

ګلزاده سنګر

زموږ په ټولنه کې د ناسم  دود له امله  زیاتره د ګډ ژوند پریکړې د کورنۍ مشرانو کړي او لا هم دغه بدمرغه عمل تکراریږي. له دغه ناسم دود څخه زموږ د ټولنې نارینه او ښځینه دواړه  زیانمن شوي.

د دغو ناسمو پریکړو له وجې د زیاترو جوړو ګډ ژوند ډیر په نارامۍ تېریږي چې علتونه یې هم واضح دي.

خو د دې ستونزو لپاره که دغه چارې عملي کړو راتلونکي ژوند کې به مو مثبت تغیرات راشي.

۱ــ باید دا فکر له ذهنه لري کړو چې ولي زما له اجازې او یا هم زما له خوښې پرته د ګډ ژوند پریکړه شوې؟ اوبه چې تر ورخ تیرې شي بیا نه راګرځي.

۲ــ  اختلافات له منځه یوسئ

که په کومه موضوع کې مو سره د نظر اختلاف درلوده، هڅه وکړئ، چې  د یو بل نظر او وړاندیز ته  ارزښت ورکړئ او د نظریاتو په اړه یې بد غبرګون ښکاره نه کړئ.

۳ــ  خپل بد عادتونه ختم کړئ

هغه عادتونه چې نه د خاوند او نه هم د میرمنې خوښیږي باید هڅه وکړئ چې له منځه  یې یوسئ تر څو د یو بل په طبعیت برابرشئ

۴ــ بښنه وغواړئ

که  پخوا سره په کومه موضوع خفه شوي یاست نو همدا یې وخت دی یو بل ته بښنه وکړئ تر څو مو د زړونو بدوالی لرې شي.

۵ ــ  ستونزې درک کړئ

د یوبل ستونزې درک کړئ او د حل په لارو چارو یې فکر وکړئ.

۶-   له زغمه کار واخلئ.

انسان نیمګړی دی طبعي ده چې کوم غلط کار به ورڅخه ترسره کېږي نو په داسې حالاتو کې له زغمه کار اخلئ.

۷ـ یو بل ته دروغ مه وایئ

دروغ ویل د بې باورۍ فضا رامنځته کوي نو ځکه باید هڅه وشي چې په ګډ ژوند کې رښتیني واوسئ.

۸ــ ځینې عیبونه او نیمګړتیاوې نالیدلې ونیسئ

د ګډ ژوند د غځولو لپاره، باید شخصیتي نیمګړتیاوې او کمزورتیاوې نالیدلې ونیسو، ځکه هېڅوک بشپړ نه دی.

۹ــ یو بل ته ډالۍ واخلئ

د ډالۍ په ورکولو سره مینه زیاتیږي او د خوشاله ژوند تیرولو فرصت رامنځته کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب