شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبولټن: ټرمپ، افغانستان روسیې ته پرېږدي، خلیلزاد طالبانو سره پټې اړیکې لرلې

بولټن: ټرمپ، افغانستان روسیې ته پرېږدي، خلیلزاد طالبانو سره پټې اړیکې لرلې

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: نن د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار هغه کتاب بازار ته وړاندې کېږي چې د ټرمپ په اداره یې د امریکا او افغانستان په تړاو سیاستونو باندې جدي نیوکې کړې دي.
جان بولټن په دغه کتاب کې ویلي، ټرمپ تل افغانستان لپاره د امریکا د حکومت پالیسي ناکامه بللې او ژر تر ژره یې له دغه هیواد څخه په وتلو ټینګار کړی دی.

پهدې کتاب کې د ایران، روسیې، چین او افغانستان په اړه د ټرمپ سیاستونو ته کتنه شوې چې لا له بازار ته راوتلو وړاندې یې جنجالونه او شور جوړ کړی دی.
جان بولټن په خپل کتاب کې د افغانستان نوم ۱۴۳ ځله او د ولسمشر غني نوم ۱۷ ځله راوړی دی، خو ویلي یې دي ټرمپ تر ډېره وخته فکر کاوه چې د افغانستان اوسنی ولسمشر هم حامد کرزی دی.

جان بولتون لیکلي چې، ټرمپ په ډیرو ناستو کې سره له دې چې له افغانستانه د ترهګرو د ګواښونو په اړه پوهېده؛ خو بیا یې هم له دغه هېواده د خپلو ځواکونو پر ایستلو ټینګار کاوه او ان په یوې ناسته کې چې د مایک پومپیو او پخواني دفاع وزیر جیمز مټیس په ګډون نورو چارواکو هم ګډون درلود، ټرمپ څو وارې د یادو چارواکو د خبرو په پرې کولو سره له افغانستانه پر وتنې ټینګار وکړ: (( ټرمپ تل ویلي چې افغانستان کې مو ماتې خوړلې، هر څه مو بایللي، هلته موجودیت مو تېروتنه ده، پریږدئ چې روسیه هلته ښکیله شي.))

بولټن ویلي، په ۲۰۱۸کال کې چې کله دی د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو نو خلیلزاد ورته راغی او ورته یې وویل چې د طالبان یوه ډله له امریکا سره خبرې اترې غواړي: (( ما ورته وویلچې له طالبانو سره زیاتو لیدنو ته اړتیا نشته، د جولای په اخرکې خلیلزاد د طالبانو د اړیکو په پټ کانال بدل شو؟ او بیا افغانستان لپاره د سولې ځانګړی استازی شو.))

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت پخواني سلاکار جان بولټن همدا راز ویلي چې، ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې خپل ملي دفاع وزیر جیمز مټيس ته لارښوونه کړې وه چې په افغانستان کې جګړه په پوره واک سره پر مخ یوسي؛ خو کله چې د هغه د غوښتنې پر خلاف کار وشو؛ نو له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو پر ویستلو ډير ټينګار کاوه.

1 COMMENT

  1. د روسیې سفیر او خلیلزاد د سولې اړوند د مسکو او واشنګټن په همغږۍ ټینګار کړی
    https://taand.net/?p=4970

    پاکستان: له روسیې سره د افغانستان او سیمې په اړه مشورې کوو
    https://taand.net/?p=4636

    ولسي جرګه: امریکا پر افغانستان د عمران خان نسخه عملي کول غواړي
    https://taand.net/?p=4945

    نبیل: د خلیلزاد سوله، سوله نه بلکې د پاکستان او امریکا تر منځ معامله ده
    https://taand.net/?p=4842

    پاکستاني ‌چارواکو په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي‌دي
    https://khabarial.com/pa/archives/4893

    د پاکستان لوی درستیز له ولسمشر غني سره د افغان سولې پر راتلونکي پړاو خبرې وکړې
    https://taand.net/?p=3892

    بولټن: ټرمپ راته ویلي امریکا افغان جګړه بایللې ده
    https://khabarial.com/pa/archives/5106

    قریشي؛ هند په افغان سوله کې ریښتینی نه دی
    https://khabarial.com/pa/archives/5018

    هند له خپلې خاورې نیمایي پاکستاني ډیپلوماتان شړي
    https://khabarial.com/pa/archives/5126

    روسیه هم د ټرمپ په ناسمو سیاستونو بې باوره شوې
    https://khabarial.com/pa/archives/5005

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب