پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان لوی درستیز له ولسمشر غني سره د افغان سولې پر...

د پاکستان لوی درستیز له ولسمشر غني سره د افغان سولې پر راتلونکي پړاو خبرې وکړې

تاند (سې شنبه، د جوزا۲۰) د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه نن ناببره کابل ته په یو ورځیني سفر راغی.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جنرال باجوه په ارګ کې د افغانستان له ولسمشر محمداشرف غني سره لیدلي دي.

له باجوه سره په دې سفر کې د پاکستان د پوځي استخباراتو یا آی ایس آی ريیس بریدجنرال فیض حمید هم ملګری دی.

له ولسمشر غني سره د جنرال باجوه په کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان نوی ټاکل شوی ځانګړی استازی محمدصادق خان هم حاضر و.

د پاکستان پوځ وايي چې د جنرال باجوه په مشرۍ پاکستاني پلاوي د افغانستان له ولسمشر سره د افغانستان د سولې د پروسې، سرحدي مسایلو او دوه اړخیزو اړیکو په باب خبرې کړي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د جنرال باجوه د سفر اصلي هدف د افغانستان د سولې پر راتلونکی پړاو خبرې دي.

د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې به روانه میاشت پیل شي

باجوه وروسته له دې کابل ته راغی چې د یکشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل او بیا راولپنډۍ ته لاړ. خلیلزاد د پاکستان له لوی درستیز سره له خبرو وروسته دوحې ته لاړ چې له طالب استازو سره وویني.

پاکستاني رسنۍ وايي چې جنرال باجوه له افغان ولسمشر سره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان، پر ډیورنډ کرښه د ازغن سیم د غځولو او «سرحدي مسلو» په اړه هم خبرې کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې پاکستاني چارواکي له افغان چارواکو سره په کتنو کې «پر سرحدي مسلو د خبرو» یادونه کوي.

3 COMMENTS

  1. داسی ښکاری چی بیا امریکا افغانستان پاکستان ته سپاری یا افغان دولت دیته مجبوری چی د ډیورنډ کرښه په رسمیت ور وپیژنی چی انګلستان او پاکستان دا ۴۰ ارمان ته ورسیږی نو کیدای شی افغان دولت ددی زخمی ګوتی نیونی له وجهی مجبور شی دا کرښه ومنی ځکه چی ددی کرښی سیم غځولو ټول مصارف یی امریکا ورکوی

    نو اوس به باجوه او استخباراتی ادارو ورته ویلی کچیری ډیورنډ کرښه ونه منی نو اوسنی نظام به په زور د طالبانو چپه کړو ځکه امریکا هم تل دا اعلان کوی چی ډیر ژر به موږ نظامی ځواکونه وباسو نو کیدای شی افغان دولت ددی مجبوریت ته په کتو یو ملی تصمیم نیسی

  2. ځانګړې قطعه په ډیورڼد فرضي کرښه کې عملیات پیلوي
    https://khabarial.com/archives/4408
    هندي ټوډې ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي چې افغان او امریکایي پوځیان په شمالي وزیریستان کې طالب ضد عملیات پیلوي.

    د انډیا ټوډې د راپور له مخې د امریکایي پوځ یوه ۸۰۰ کسیزه ډله به د افغان امنیتي ځانګړې قطعې په ملتیا چې شمېر به یې ۲۹۰۰ کسانو ته رسېږي، په شمالي وزیریستان کې د حقاني او نورو ترهګرو ځالې په نښه کوي او عملیات به ورباندې کوي.

    د ورځپاڼې په حواله ویل کېږي یوه لوړ پوړي امریکایي استخباراتي چارواکي ویلي چې دوی د افغانستان له استخباراتو سره په دې طرحه کار کوي چې د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي او د فرضي کرښې دواړه غاړې له ترهګریزو فعالیتونو پاکې کړي.

    دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څه کم دوو لسیزو افغان حکومت په پاکستان تور پورې کوي چې دوی د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ترهګریزې ډلې روزي او بیا یې افغانستان او په سیمه کې ترهګریزو فعالیتونو ته هڅوي. د وسله والو طالبانو، لکشر طیبه او ګڼو نورو ترهګرو ډلو روزنه په همدې سیمو او خیبر پښتونخوا کې کېږي.

    ټاکل شوې ده د بین الافغاني خبرو له پیل سره سم په یادو شویو سیمو کې د حقاني شبکې پر وړاندې عملیات پیل شي او دغه ترګریزه ډله له منځه یوسي.

    اوس مهال افغان حکومت او وسله وال طالبان چې د پاکستان له ملاتړ څه برخمن دي، د بین الافغاني مذارکراتو لپاره په چمتووالي لګیا دي او تمه ده د همدې روانې جون میاشتې په لړ کې بین الافغاني خبرې اترې هم پیل شي. تر دې د مخه امریکا له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او له دغې وسله والې ډلې یې یې خپلمنځي اوربند وکړ.

    د انډیا ټوډې ورځې پاڼې د راپور له مخې د دغې قطعې د جوړېدو لپاره لومړۍ طرحه منل شوې ده او اوس یې په تشکیلاتو او بودیجې باندې کار روان دی. ویل کېږي دا قطعه به ۲۰ اپاچي، ۱۰ کشفي، او ۵ جېټ الوتکې ولري او له پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې به دېره شي.

    د جېټ الوتکو لپاره به خپله بګرامي هوایي ډګر او د اپاچي او کشفي الوتکو لپاره به د مهمندو دره، خوست او ځینې نورو ولایتونو کې واړه میدانونه چې د سیمې په کچه به پرمختللي وي، جوړ شي.

    که څه هم ویل کېږي ټرمپ له دې طرحې سره مخالفت څرګند کړی، خو د امریکا څارګره اداره وایي تر څو چې په پاکستان کې ترهګري ختمه نه شي، په افغانستان کې د سولې راتګ ناشونی دی. یو شمېر شنونکي د دامریکا دې کار ته هم د شک په سترګه ګوري او د سولې د سبوتاژ هڅه یې بولي.

  3. پاکستاني پوځیان کونړ ته را ننتولي، حکومت چوپ دی
    https://khabarial.com/archives/4378
    د کونړ ایت اوسېدونکي شکایت کوي چې پاکستانۍ ملېشې دد کرېښې دې غاړې ته را اوښتي دي او نظامي تاسیسات یې جوړ کړي خو مرکزي حکومت چوپ پاتې دی.

    د کونړ ولایت اوسېدونکي د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو کې د پاکستاني ملېشو د را اوښتو خبر ورکوي او زیاتوي چې په ځینو کلیو کې یې پوستې اچولې دي خو حکومت تر دې دمه هم چوپ پاتې دی او هېڅ راز ځواب یې ورته ویلی نه دی.

    دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم په ولسي جرګه کې د کونړ ولایت استازو د پاکستاني پوځیانو د را اوښتو شکایت کړی ؤ او له حکومت څخه یې غوښتي وو چې په ډیپلوماتیکو اړیکو دې دا ستونزه هواره کړي خو تر دې ده حکومت نه ډیپلوماسي کارولې او نه یې د زور ښودلو هڅه کړې ده.س

    پاکستاني پوځیان وخت ناوخت د ډیورنډ تپل شوې کرښې په اوږدو کې ورته سرغړونې کړې دي او له صفري نقطې را اوښتي دي چې ډېری وخت د افغان پوله ساتو ځواکونو له غاښ ماتوونکي ځواب سره هم مخ شوي دي. د تېرې شنبې په ورځ د کونړ اوسېدونکي وویل چې د دغه ولایت د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند ناوا پاس سیمه کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستاني ځواکونه له صفري نقطې را اوښتي او نظامي بېسونو جوړولو باندې لګیا دي خو هغه مهال هم مرکزي حکومت غبرګون و نه ښود.

    څه د پاسه یوه میاشت وړاندې هم د پاکستاني ځواکونو لخوا ورته سرغړونه شوې وه او د کندهار په سپین بولدک کې یې له صفري نقطې سره د اغزن سیم د کشکولو هڅه کوله.

    هغه مهال د پاکستانۍ ملېشو لخوا په تپل شوې ډیورنډ کرښه باندې د اغزن تار غځولو پر وړاندې افغان سرحدي ځواکونو خپل لومړی درجه چمتووالی نیول شوی ؤ او که د پاکستاني ملېشو لخوا په دغه سیمه کې د اغزن تار غځول پیل شوي وی، افغان دفاعي او سرحدي ځواکونه به پرې برید کړی ؤ.

    خو په ورته وخت کې په ختیځ زون کې د سرحدي ځواکونو قومندان محمد ایوب حسن خېل وایي چې ځواکونو یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې هېڅکله هم پاکستاني ملېشو ته د وړاندې راتګ اجازه نه ده ورکړې او زیاتوي چې په کونړ ولایت کې ډېی وخت د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ بریدونه شوي دي او دغه ولایت په وار وار په هغو سیمو چې د پاکستان تر کنټرول لاندې دي، تر توغندیزو بریدونو لاندې راغلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب