جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهد افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې به روانه میاشت پیل شي

د افغانستان د حکومت او طالبانو خبرې به روانه میاشت پیل شي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۹) د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ به روانه (جون) میاشت د سولې خبرې پیل شي.

رویټرز خبري اژانس ته ځینو سرچینو ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی زلمی خلیلزاد له کابل او راولپنډۍ وروسته قطر ته لاړ چې د سولې د خبرو د نېټې په اړه له طالبانو سره وږغېږي.

د طالبانو د قطر د دفتر ویندوی سُهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو په اړه بحث کړی دی.

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د خلیلزاد او د پاکستان د لوی درستیز د سفر په اړه ویلي چې «دواړو خواوو د اختر په مناسبت د اوربند، د بندیانو د تبادلې او دغه راز تر بین الافغاني خبرو وړاندې د اورکم یادونه وکړه او د افغانانو ترمنځ یې د خبرو د پیلېدو لپاره د لازمو اقداماتو په اړه نظرونه تبادله کړل.»

رویټرز خبري اژانس وايي، د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) کې یوه چارواکي او همداراز یوې دیپلوماتیکې سرچینې ورته ویلي چې د بندیانو د تبادلې ستونزه به هم په تدریج حل شي او په وروستیو ورځو کې د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره شرایط بهتره شوي دي.

دغو سرچینو په عین حال کې وویل چې د کورونا وایرس د خپرېدو په خاطر ښايي په لومړي سر کې خبرې د ویدیوکنفرانس له لارې پیل شي.

د ارګ چارواکي وویل، اوربند، د بندیانو تبادلې او اورکم د سولې د خبرو ژر پیلېدو ته لاره هواره کړې ده.

طالبان په خپل منځ کې د بین الافغاني خبرو پر اجنډا مشورې کوي

تر دې مخکې یوې دولتي سرچینې تاند ته وویل، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان چارواکو سره د بین الافغاني خبرو د ځای او نېټې په اړه خبرې کړي دي.

د سرچینو پر اساس، ټاکل شوې چې بین الافغاني خبرې د قطر په مرکز دوحه کې وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب