Homeخبرونهطالبان په خپل منځ کې د بین الافغاني خبرو پر اجنډا مشورې...

طالبان په خپل منځ کې د بین الافغاني خبرو پر اجنډا مشورې کوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۹) بریتانیايي رسنۍ د طالبانو په قول وايي چې د دې ډلې مشرانو د افغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو لپاره د خپلې اجنډا په برابرولو کار پیل کړی دی.

د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د سولې خبرو ته تیاري په افغانستان کې د سولې لور ته مهم او اساسي ګام ګڼل کېږي.

د ورځپاڼې پر اساس، تراوسه پورې د خبرواترو د پیل لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې خو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد قطر ته رسېدلی چې د طالبانو له استازو سره پر دې موضوع خبرې وکړي.

خلیلزاد پرون په کابل او راولپنډۍ کې د سولې د پروسې د راتلونکي پړاو په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې یوې دولتي سرچینې پرون تاند ته وویل چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغان چارواکو سره د بین الافغاني خبرو د ځای او نېټې په اړه خبرې کړي دي.

راپورونه وايي چې خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو د پیلېدو د نېټې او ځای په اړه موافقې ته رسېدلی دی.

ډیلي مېل ورځپاڼې د طالبانو په قول لیکلي، د طالبانو د مشرتابه شورا د سولې د خبرو د پیلولو په اړه له خپلو غړیو وړاندیزونه غوښتي دي.

ورځپاڼې لیکلي چې دغو طالبانو، چې نه یې غوښتل نومونه یې څرګند شي، همداراز وویل چې د طالبانو مشر ملاهبة الله اخوندزاده د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ له خبرو سره موافقه کړې ده.

دوی ویلي چې تر خبرو مخکې مهمه دا ده چې د دواړو خواوو ترمنځ بندیان تبادله شي.

1 COMMENT

  1. تب لكم يا اشرار الدنيا و عبيد الاجانب- يا مرتزقة باکستان و الاخرون. حقا انکم نساء بلا نکاح لباکستان و مخابراتها الاشرار- اهلککم الله جمیا و لاتذر منکم و لا واحدا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...