جمعه, مې 3, 2024
Homeمقالېعبدالکریم: زما ارمان پوره شو؛ اوس که مړ هم شم تشویش نه...

عبدالکریم: زما ارمان پوره شو؛ اوس که مړ هم شم تشویش نه لرم

لیکنه: حشمت ناصري

۶۰ کلن عبدالکریم د کابل ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکی دی. نوموړی د کابل ښار په غیر رسمي سیمه کې له خپلو ۸ ماشومانو سره ژوند کوي.

دا چې څنګه عبدالکریم غیر رسمي سیمه ته کډه شو: “د نا امنۍ له امله کابل ښار ته کډه شوو او له ۱۸ کاله راهیسې دلته په غیر رسمي سیمه کې ژوند کوم.”

نوموړی په دې ۱۸ کلونو کې له راز راز ننګونو سره مخ وو: “پدې ۱۸ کلونو کې هیچا زموږ پوښتنه ونکړه، نه چا د ژوند اسانتیاوې راته برابرې کړې او نه یې د انسان په سترګه راته وکتل.”

عبدالکریم وایي چې د مجبوریت له امله غیر رسمي سیمه کې ځان ته یوه جونګړه جوړه کړې او د شته ستونزو سره سره خپله شپه او ورځ سبا کوي: “تل به دا ویره راسره وه چې یوه ورځ به زما کور رڼګ شي او له خپلو ماشومانو سره در په دره شم.”

څلور میاشتې مخکې نوموړی د خپل کور د ملکیت سند د ښار جوړولو او ځمکو وزارت له خوا ترلاسه کړ. د سند در ترلاسه کولو پر مهال په سترګو کې یې اوښکې ډنډې وې: “حکومت نه یوازې په دې اقدام زما کور خوندي کړ بلکې زما کورنۍ یې له دربدرۍ وژغورله.”

عبدالکریم چې په سترګو کې یې اوښکې خو خوله یې له خندا ډکه وه: “زما یوازینی ارمان هم دا و چې یوه ورځ زما کور قانوني سند ترلاسه کړي اوس که مړ هم شم تشویش نلرم.”

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د حکومت د پالیسۍ سره سم دوه کاله وړاندې د غیر رسمي سیمو د رسمي کېدو لړۍ د هېواد په اته ښارونو (کابل، هرات، مزار شریف، قندهار، جلال آباد، فراه، بامیان او نیلي) کې پیل کړه او تر دې دمه یې ۸۰۰ زره غیر رسمي کورونه سروې او ثبت او نږدې ۳۰ کورونو ته د ملکیت سندونه توزیع کړي دي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت ژمنه لري د غیر رسمي سیمو په رسمي کېدو او د ملکیت سند په وېش، غیر رسمي کورونه خوندي او د غیر رسمي سیمو اوسېدونکي له ښاري خدماتو څخه برخمن کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب