سه شنبه, مې 7, 2024
Homeجنرال وزیريپه جګړه کې د بریالیتوب راز| جنرال دولت وزیري

په جګړه کې د بریالیتوب راز| جنرال دولت وزیري

د یوه هیواد د چارو چلولو او د جګړې ګټلو له پاره داسې مشر او قوماندان ته اړتیا وي، چې د سیاست او جګړې په ټولو رمزونو او اصولو بلد وي. تر څو د ملک بيړۍ د وخت له طوفانونو څخه په ښه شکل وباسي.

هر بالغ او عاقل ښاري او هر د کلي او کوڅې کس د سیاست او جګړې پر مخ وړلو او ګټلو وړتیا نه لري، ځکه دوی له سیاست او د جګړې له هنر څخه دیر لیرې وي.

سقراط به ويل:«لومړی په نيکۍ پوهېدل په کار دي او بیا نیکي کول.»

په سیاست او په جګړه کې هم همداسې ده، لومړی په سياست او د جګړې په هنر پوهېدل په کار دي او بیا سیاست او جګړه کول.

که یو مشر او قوماندان په دې ونه پوهېږي چې څه وخت جګړه وکړي او څه وخت له جګړې لاس په سر شي، ماتې يې حتمي په برخه کېږي.

پوځي کار پوه (تومو) به تل ټينګار کاوه او ویل به يې:

«کله چې ځواکمن یاست ځان کمزوری وښیاست او کله چې اکتیف یاست، ځان پاسیف وښیاست. کله چې نږدې اوسئ، داسې کار وکړئ چې دښمن مو فکر وکړي چې لیرې یاست او بر عکس.»

سون تزو د پوځي هنر پوه په همدې باور و، چې:

«د دښمن تر منځ بې اتفاقي واچوئ، کمزوري يې کړئ او بې له جګړې يې ځان ته تسلیم کړئ.»

د جګړې هنر حکم کوي چې له بېلابېلو لارو د دښمن پام ځان ته راواړوئ او هغه په لومه کې راګیر کړئ.

پوځي دوکتورین سپارښتنه کوي، کله چې دښمن غښتلی وي، جګړه ور سره مه کوئ، د دښمن قوماندان وزوروئ، سرګردانه او اندیښمن یې کړئ.

که د دښمن قوماندان تندخویه او عصبي مزاجه وي، ويې قهروئ او په غوسه يې کړئ، تر څو فکر يې ګډ وډ شي او بې نقشې، بې طرحې، بې فکره او ګنګس ستاسو پر لوري را وخوځېږي.

حضرت علي( رض) به ویل: «قهر او غوسه عقل تباه کوي او انسان له سمون او انسانيت څخه ليرې ساتي.»

ګوستاولوبون وايي: «څوک چې پر خپلو اعصابو حاکم نه وي، په کار نه ده چې حتی د سیاست او جګړې په ډېرو وړو پوړیو کې هم شامل شي.»

څوک چې سیاست او جګړې کولو ته زړه ښه کوي اړینه ده چې د سیاست او جګړې په هنر پوه وي، د دې له پاره چې پر ځای پرېکړې او سمه سوق او اداره وکړي او د خطرونو پر وخت وارخطا نه شي.

 اړينه ده چې سیاستوال او قوماندان تل د پر ځای او غوڅو پرېکړو وېره ونه لري، ځکه یوازې په منظمو او لویو قدمو له لویو ویالو پورې وتلی شي.

په سیاسي ډګر او د جګړې پر مهال باید سياستوال او قوماندان پر خپله بریا کلک باور ولري او د بریالیتوب له پاره په کلک هوډ وروړاندې شي، ځکه قهرمان کېدل قهرمانانه هڅې غواړي.

څه ښه وايي: «غره ته مه وايه چې لوړ يې، یا په کې لاره ولټوې او که لار نه و، سوری يې کړه.»

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب