دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهخپګان، ژور خپګان (depression)/ کامران وزیري

خپګان، ژور خپګان (depression)/ کامران وزیري

خپګان يا ژور خپګان څه شی دی؟

خپګان يوه ډېره عامه ناروغي ده، چې په نړۍ کې لږ تر لږه ۲۵۰ ميليونه خلک په دې رنځ اخته دي .

د ژور خپګان له امله په نړۍ کې هر کال تر اته لکو پورې کسان په ځانوژنه لاس پوري کوي. په انګلستان کې دوه پر درېيمه برخه خلک د خپل ژوندانه په ترڅ کې له دې ناروغۍ سره لاس او ګريوان وي.

د افغانستان د روغتيا وزارت په يوه وروستي خبر کې د رواني ناروغیو کچه په هيواد کې ډيره لوړه ښودل شوې چې له هغې جملې څخه خپګان هم يوه پراخه ناروغي ده.

خپګان د وجود يو نورمال او لازمي غبرګون دی، خو که ډير دوامدار شي نو بيا ناروغي ګڼل کيږي. کله چې انسان د ژوند د کړاوونو او ستونزو سره مخامخ وي، نو ډېری مهال کېدلای شي، چې دا څيزونه د خپګان لامل شي.

په عادي (نورمال) حالت کې خپګان د لنډې مودې لپاره دوام مومي، چې په رنځ کې نه شميرل کيږي او د انديښنې وړ نه وي. د خپلوانو پر مړينه خپګان، تر شخړو وروسته او هسې کله کله زړه تنګۍ دا د نورمال خپګان بېلګې دي.

که خپګان لږ تر لږه تر دووه اوونيو وغزېږي او يا د انسان د عادي ژوند مخه ونيسي، نو بيا ناروغي ګڼل کيږي.

له خپګان سره ډيری مهال ځينې نورې ستونزې هم غاړه راځي لکه زښته اندېښنه کول، لږ او يا ډير خوب کول، ډېره ستړيا او په کارونو کې بې زغمه کېدل.

د خپګان اصلي لاملونه څرګند نه دي او هر څوک د ژوند په ترڅ کې له خپګان سره مخامخېدلای شي.

خپګان په هغه کسانو کې چې مور يا پلار يې په دې رنځ اخته وي ډير دی. ځينې څيزونه او حالات د خپګان د را منځ ته کيدلو چانس ډېروي، لکه له دردوونکو حادثو سره مخامخېدل، د کورنيو غړو او خپلوانو مړينه او ژوبله، د شتمنيو، کارونو او يا ټولنيز مقام له لاسه ورکول، کورنۍ ستونزې لکه طلاق او يا هم داسې نورې ستونزې.

په ځينو خلکو کې خپګان کېدلای شي چې په ناڅاپي ډول بې له هېڅ لامله را منځ ته شي.دا هم څرګنده ده چې ښځې د نارينه وو په پرتله په خپګان ډيرې اخته کيږي.

ځينې نور لاملونه هم شته چې د دې ناروغۍ د پېښېدلو چانس لوړه وي، لکه فزيکي (ځاني) ناروغۍ کومې چې دوامداره درملنه غواړي، لکه د شکرې ناروغي، د سرطان او د زړه ناروغۍ. همداسی د ژوند د لومړنيو اړتياوو نه لرل، په مخدره توکو روږدي کېدل، د چاپېريال ککړتيا او ورسره اړوندې ستونزې او همداسې نور.

که خدای غوښتل په بله ليکنه کې به د خپګان نښې او نښانې بیان کړم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب