پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالبانو د لوګر پخوانی سناتور او د کجران جنايي امر ترور کړ

طالبانو د لوګر پخوانی سناتور او د کجران جنايي امر ترور کړ

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: طالبانو نن د مشرانو جرګې پخوانی غړی عبدالولي احمدزی د لوګر پل علم ښار کې د خپلې خور په جنازه کې وژلی دی.

د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ تاند ته وویل، ښاغلی احمدزی نن د خپلې خور جنازه کې د ګډون لپاره د لوګر مرکز چوني کلي ته تللی و: (( د سناتور صاحب خور تېره ورځ وفات شوې وه او نن یې جنازه کې پرې وسله والو په نښه کړ.))

ښاغلی احمدزی په ۱۳۸۷ کال کې هغه مهال چې د مشرانو جرګې غړی و، هم د طالبانو لخوا په چرخ ولسوالۍ کې برمته شوی و.
په همدې حال کې له دایکندي ولایت څخه راپورونه وايي، طالبانو تېر مازیګر د کجران ولسوالۍ جنايي امر عیسی ستېز له دوه نورو کسانو سره وژلی دی.

د دایکندي د امنیه قومندانۍ ویاند ګل اقا سجادي تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، پېښه د کجران په ناوه رود کې شوې ده: (( نوموړی د خپلې مېرمنې خپلوانو کور ته تللی و چې یو درې کلن ماشوم اوښی او یو بل خپلوان ورسره وژل شوی دی.))

که څه هم نوموړی دا د طالبانو کار بولي خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب