پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Home+د لوبغاړو د مجازي تشویق لپاره اپلیکېشن

د لوبغاړو د مجازي تشویق لپاره اپلیکېشن

تاند- کورونا وایرس د انسانانو د ژوند ډېرې چارې ټکنۍ کړې. اقتصاد یې اغېزمن کړ، او حتي سپورتي سیالیو یې هم په ډېرو هیوادونو کې تم کړې.

اوس سوکه سوکه ځینې هیوادونو سپورتي سیالۍ بیا پیل کړي خو دا شرط یې ورسره ایښی چې په لوبغالو کې به نندارچیان نه وي ځکه چې ګڼه ګوڼه د دې وایرس د خپرېدو سبب کېږي.

خو د دې لپاره چې لوبغاړي د نندارچیانو تشویق ته اړتیا لري، د ټکنالوژۍ یوې کمپنۍ داسې اپلیکېشن جوړ کړی چې په وسیله یې خلک کولی شي د خپلې خوښې لوبډله تشویق کړي.

دا ډول اپلیکېشنونه هم په ډنمارک او هم جاپان کې جوړ شوي او ازمویل شوي. په دې لاندې ویدیو کې د ډنمارک اپلیکېشن وینئ

د جاپان یاماها کمپنۍ له لوري د مجازي تشویق اپلیکېشن، کاروونکو ته امکان برابروي چې د یوې تڼۍ په کېکاږلو د لوبغالي یا ستډیم له لاوډسپېکرونو لوبغاړو ته د تشویق راز راز نارې ورسوي.

دا مجازي تشویق لوبغاړو ته کټ مټ هغسې احساس پیدا کوي لکه په لوبغالي کې چې لسګونه زره نندارچیان حاضر وي.

که د کوم ټیم مینه وال یا خواخوږي لږ وي، د هغې لوبډلې په پلوۍ زوږ او چکچکې به لږې اورېدل کېږي خو که کوم ټیم ډېر مینه وال او تشویقوونکي ولري، په لوبغالي کې به یې ږغ هم ډېر اورېدل کېږي.

د دې اپلیکېشن کاروونکي به د لوبغالي په منځ کې اورېدل کېدونکي تشویقي غږونه هم اورېدلی شي.

تر دې وړاندې ګڼو دولتي او خصوصي ادارو هوم افس یا له کوره د انترنیټ له لارې کار ته مخه کړې او غونډې یې هم انلاین کړې خو یوازې د سپورتي مسابقو د نندارچیانو ستونزه لا نه وه حل شوې.

ویل شوي چې له دې اپلیکېشن څخه د موسیقي په کنسرتونو کې هم په ورته ډول کار اخیستل کېدای شي.

دا اپلیکېشن د جاپان په یوه لوبغالي کې، چې ۵۱ زره نندارچیان پکې ځایږي وزمویل شو او د نندارچیانو ږغونه د لوبغالي له ۵۸ لوډسپېکرونو څخه واورېدل شول.

دا اپلیکېشن به په څو میاشتو کې راووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب