پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې په یوه ورځ ۴۸۰ کسان له کورونا روغ شول، خو...

افغانستان کې په یوه ورځ ۴۸۰ کسان له کورونا روغ شول، خو ناروغان یې څو چنده زیات دي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د عامي روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې یې د کورونا ۵۴۲ تازه پېښې ثبت کړې دي چې په دې سره هېواد کې د کورونا د ناروغانو شمېر ۲۱ زره او ۴۵۹ ته لوړ شوی دی.

د وزارت لخوا تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې راغلي چې تېره ورځ ۱۵ هېوادوال له دغې ناروغۍ مړه شوي خو په لومړي ځل ترې ۴۸۰ تنه په یوه شپه او ورځ کې روغ شوي هم دي.

د وزارت د مرستیال وحید مجروح په وینا دا مهال په هېواد کې له کورونا څخه د مړو رسمي شمېر ۳۸۴ تنو، د روغو شویو کسانو شمېر ۲۶۵۱ تنو ته رسېږي، خو په وینا یې له دغې ناروغۍ څخه د مړو او پرې د اخته کسانو غیر رسمي شمېرې څو چنده لوړې دي.

د وحید مجروح په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۳ پېښې په کابل، ۱۴۲ په هرات، ۱۱ په پکتیا، ۹۲ په ننګرهار، ۳۶ په غزني، ۴ په لوګر، ۱۲ په لغمان، ۸ په کندوز، یوه په کونړ، پنځه په کاپيسا او اووه په پنجشېر کې ثبت شوې دي.

نوموړی زیاتوي، په افغانستان کې د کورونا خطر خپل اوج ته رسېدلی دی او په وینا یې چې خلک باید روغتیايي تدابیر ورته ونیسي: (( ۸۵ سلنه کسان چې په دې ناروغۍ اخته کېږي جدي علایم نه لري او روغتیايي مرکزونوته مراجعه نه کوي خو د دوی شمېر نه ثبت کېږي او خلکوته ترې کورونا سرایت کوي.))

ښاغلي مجروح په کابل کې خبریالانو ته وویل، دوی د لابراتواري تجهیزاتو په برخه کې ستونزه لري او ګڼ کارکوونکي یې په دې مرض اخته شوي دي.
د مجروح په خبره دا مهال ۸۱۷ افغان روغتیايي کارکوونکي په کورونا اخته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب