پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامارات هوايي شرکت کابل ته الوتنې بیا پیلوي

امارات هوايي شرکت کابل ته الوتنې بیا پیلوي

تاند (سې شنبه، د جوزا۲۰) امارات هوایي شرکت ته اجازه ورکړل شوه چې د افغانستان پلازمېنې کابل ته د روان جون له ۲۵ نېټې څخه الوتنې پیل کړي.

له دې سره به د امارات هوايي شرکت منزولونه (destinations)، چې دا هوايي شرکت ورته د الوتنې اجازه لري، ۳۰ ته ورسېږي.

د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله تر یوې مودې پورې د نړۍ هوايي شرکتونو پروازونه ودرول خو په وروستۍ یوه میاشت کې هوايي شرکتونو محدودې الوتنې پیل کړي دي.

د اماراتو هوايي شرکت بحرین، لندن (هیترو)، مانچستر، فرانکفورت، پاریس، میلان، مادرید، زوریخ، ویانا، امستردام، کوپینهېګن، ډبلین، نیویارک، شیکاګو، تورنتو، کوالالمپور، سینګاپور، جاکارتا، تایپې، هانګ کانګ، پیرت، بریسبېن، سیډني، میلبرن او مانیلا ته الوتنې کوي.

سره له دې چې په افغانستان کې اوس کورونا په اوج یا اوج ته د رسېدو په حال کې ده، کابل ته د نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتنو پیلېدا د افغانستان له کورونا ځپلي اقتصاد سره څه نا څه مرسته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب