پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامنیت شورا: مذاکراتو ته چمتو یوو، طالبان دې هم راوړاندې شي

امنیت شورا: مذاکراتو ته چمتو یوو، طالبان دې هم راوړاندې شي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د ملي امنیت شورا له طالبانو سره مذاکراتو پیلولو ته بشپړچمتووالی ښودلی او پر دغې ډلې یې غږ کړی چې خپله هم مذاکراتو ته راوړاندې شي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن مازیګر په یو خبري کنفرانس کې وویل، حکومت تر اوسه د ښه نیت له مخې ۳۰۰۰ طالبان خوشې کړي دي او دا لړۍ به لا دوام وکړي.
د فیصل په خبره حکومت له خپله اړخه مذاکراتو ته چمتو دی او مرکچي پلاوی یې هم ټاکلی خو په وینا یې اوس باید طالبان هم کوټلي ګامونه واخلي تر څو دا پروسه مخته ولاړه شي.

نوموړي پر طالبانو نیوکه کړې چې یو وار بیا یې د هیواد په ځینو برخو کې تاوتریخوالی پیل کړی دی.

د ښاغلي فیصل په خبره طالبانو تر اوسه ۲۷۷ افغان زندانیان خوشې کړي دي، په داسې حال کې چې طالبانو ادعا کړې ده چې ۴۵۰ تنه افغان بندیان یې له خپلو شکنجه خونو څخه ازاد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کېږي طالبان هم د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتووالی نیسي او په غالب ګومان چې لومړني مذاکرات به په قطر کې وشي.

1 COMMENT

  1. هذه العصابه الاجراميه لا تجرؤ علی المفاوضات مع الحکومه الافغانيه حتی لا يسمح لها ابوها۔
    اليوم حضر الفريق الاول والطاغوت الباکستانی باجوه ليجمع حصاد جهوده وجهود حرکه طالبان الاجرميه۔ والتی تعمل حثيثا للمنافع الباکستانيه فی افغانستان المکلومه۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب