پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهترکیه هم افغانستان ته د طبي تجهیزاتو لویه محموله را استوي

ترکیه هم افغانستان ته د طبي تجهیزاتو لویه محموله را استوي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: ترکیه افغانستان او ګانا هېوادونوته د کورونا پر ضد د مبارزې لپاره د طبي توکو مرستې استوي.

د ترکیې اناتولي اژانس وايي، دغه هېواد د می په ۱۵مه له افغانستان سره یوه هوکړه لاسلیک کړې وه چې له مخې به یې اوس افغانستان ته پنځه مانیټورینګ، ۱۰ وینټیلاټور، لارنګو سکوپونه، پي سي آر لابراتواري ماشینونه او نور طبي وسایل افغانستان ته واستول شي.

په دغو طبي مرستو کې د کورونا تشخیصیه کیټونه او نور لابراتواري تجهیزات هم شامل دي.

د راپور له مخې ترکیه به افغانستان ته د درملو ۳۵۰۰ کڅوړې، ۲۵ زره این ۹۵ طبي ماسکونه او ۵۰ زره بوتلونه عفوني ضد مایعات هم ورکړي.

افغانستان چې د کورونا له کبله د طبي وسایلو او تجهیزاتو له شدید کمښت سره مخ دی تر اوسه ورسره چین، روسیې، قطر، هند، جرمني د طبي وسایلو مرسته کړې ده.

1 COMMENT

  1. دغه ته وایی کمک نه لکه نور هیوادونه چی دسکشی او دست ماسک رالیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب