یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران کابل ته راغلي

د پاکستان د پوځ او استخباراتو مشران کابل ته راغلي

تاند، سه شنبه، د جوزا ۲۰مه: د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه په یو ورځني سفر کابل ته راغلی او له ولسمشر غني سره یې لیدلي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر وايي، په دې لیدنه کې دواړو مشرانو د ډیورنډ کرښې په مدیریت او افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
په دې سفر کې له جنرال قمر جاوید باجوه سره د آی ایس آی مشر جنرال فیض حامد او افغانستان لپاره د پاکستان د پوځ، استخباراتو او ملکي حکومت ګډ ځانګړي استازي محمد صادق خان هم ګډون درلود.

دا په داسې حال کې ده چې زلمی خلیلزاد له قطر څخه اسلام اباد ته تللی اوله هغه ځایه نېغ بېرته دوحې ته تللی تر څو له طالبانو سره د پاکستان د پوځ د مشرانو د لیدنې جزیات شریک کړي.

دا لیدنې او منډې ترړې په داسې حال کې دي چې د سولې پروسه کې د پرمختګ څرکونه ښکاري خو داسې راپورونه هم شته چې د طالبانو مشر ملا هبت الله وژل شوی یا هم د کورونا له کبله مړ شوی دی.

1 COMMENT

  1. عجب ملاقاتونه دی ایا افغانستان د پاکستان سره په جګړی مستقیمآ لګیا دی چی د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید د صلحی مشاوری لپاره کابل ته د دوکتور اشرف غنی سره خبرو ته راغلۍ دی او که د ددوی له خوا د امریکا په ډالرو روزل شوی طالبانو نمائيندګی کوی ؟ او خلیلزاد هم اوس په حیث د صلحی شعار لاندی مسلسل پاکستان او دوحی ته په منډو دی چی دده دا ډول مرموزه شیطان حرکتونه ولی نشی علنی کیدای ایا دلته یوه چټله لوبه روانه دی ؟

    بی کرکتره ، غل او قاتل عبدالله عبدالله ولی نڅاپی د صلحی شورا مشر د امریکا او دوکتور اشرف غنی له خوا اعلان شو ؟ اوس ددی چټل حالت لیدو سره مختلف سوالونه راپیداکیږی او مهم سوال دادی چی دا صلحه به د امریکا او پاکستان په ګټه وی او که د افغان غیرتی ملت ؟

    او همدارنګه ظالم اخوندی رژیم ولی اوس علنی او مسلسل په جرأت سره افغانان مهاجرین یا دریاب کښي غرقوی اویا ئي په اور کښي سوزوی ؟ دی دواړو ظالمو ګاونډیانو ته دا جرأت څوک ورکوی او ولی؟؟؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب