شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد روسیې سفیر او خلیلزاد د سولې اړوند د مسکو او واشنګټن...

د روسیې سفیر او خلیلزاد د سولې اړوند د مسکو او واشنګټن په همغږۍ ټینګار کړی

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: په امریکا کې د روسیې سفیر اناتولي انتونوف او افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې په اړه لیدنه کړې ده.

په امریکا کې د روسیې سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه لیدنه کې زلمی خلیلزاد او انتونوف د افغان سولې پروسې په مخته وړلو کې د دواړو هېوادونو د نظرونو شریکولو او د همغږۍ په پياوړي کولو ټینګار کړی دی.
روسي لوری وايي، په دې لیدنه کې د نړیوالې ترهګرۍ د مخنیوي پر لارو چارو هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې، امریکا او افغانستان د جون په ۱۵مه یو ګډ انلاین کنفرانس درلود چې په کېد طالبانو د پنځه زره بندیانو په ژر تر ژره خوشې کولو ټینګار شوی او له افغان حکومت څخه لا زیات مثبت اقدامات غوښتل شوي دي.

د یادونې ده چې د امریکا د ولسمشر پخواني امنیتي سلاکار جان بولټن ادعا کړې ده چې ټرمپ افغانستان روسیې ته پرېښودل غواړي.

1 COMMENT

  1. که افغان ولس او افغان دولت چارواکو په یاد وی کله چی ټرمپ قدرت ته ورسیده نو زیاتره نړیوالو او په ځانګړی توګه امریکایانو ویل چی ټرمپ د روسانو په مرسته قدرت ته ورسیده چی لا تر اوسه محکمه دا خبره اثبات ته نده رسولی همدا رنګه حمدالله محب په امریکا په زلمی خلیلزاد باندی نیوکی کړی چی د برتانوی د وخت ویسارا رول لوبوی او زیاتره افغان سیاسیونو ورته د دوهم بنین سیوان نوم ورکوی همدارنګه تیره ورځ رحمت الله نبیل وویل چی خلیلزاد د پاکستان په نسخه باندی کار کوی یعنی غواړی چی اشرف غنی ګوښه کړی یعنی استعفا ته مجبور کړی لکه داکتر نجیب الله او پاکستان بیا تیر مجاهدینو په شان دلته داخلی جګړی ته لمن ووهی او کابل د بیاځلی لپاره په کنډواله بدل شی، پاکستان پدی ۱۹ کلنه او ۴۰ کلنه جګړه کی دا کوښښ کوی افغانستان د ځان پنځمه صوبه وګرځوی ځکه د طالبانو د تحریک په وخت کی بودجه په اسلام آباد کی پاس کیدله لکه اوس چی ولسی جرګی پاس کیږی

    د پاکستان او افغانستان اړیکی دولت په دولت دی نو بیا پاکستان د ځانګړی استازی صادق خان سفر قطر ته د کوم تړون په اساس دی کله چی باجوه کابل ته راغی له اشرف غنی سره وکتل تر اوسه یی جزیات ولس سره شریک نشول مګر کله چی اوبه له ورخه تیری شی بیا چارواکی یا سیاسیون لکهه نبیل بیا رازونه افشا کړی

    چی هغه وخت د هیڅ درد دوا نه کیږی، د جان بولټن خبری چی کتاب کی یی لیکلی امریکا نغواړی چی ټولی نشر شی ځکه کیدای شی ځینی داسی خبری چی زموږ ولس ورباندی پوه شوی چی امریکا له افغان دولت او افغان ولس سره دوکه بازه سیاست مخی ته بیایی، ولس بیچاره خو خپلی غریبی ورپسی اخیستی مګر سیاسیون هم خپلی خولی تړلی او د تیر ۴۰ کلن او ۱۹ کلنی جګړی ترخه حقایق ولس ته نه روښانه کوی چی امریکا موږ سره کوم خیاتونه کړی او پاکستان ته ولی په هر کار کی امتیاز ورکوی درحالیکه چی پدی خبر دی چی پدی ۴۰ کلن او ۱۹ کلنی جګړی د پاکستان د جنګی ډلو ټپلو مالی او نظامی مرسته کوونکی دی
    مګر څرنګه چی لازمه وو او ولس ترینه غوښتنه درلوده امریکا د پآکستان استخباراتی او پوځ باندی بندیز ونه لګاوو مګر د ایران په سپاه پاسدارانو باندی بندیز لګوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب