شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهګډ توافق: افغانستان له ایران سره پر پوله بیرته ځواکونه ځای پر...

ګډ توافق: افغانستان له ایران سره پر پوله بیرته ځواکونه ځای پر ځای کوي

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: د حنیف اتمر په مشرۍ ایران ته د افغان لوري د ۴۵ کسیز پلاوي سفر د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر، کورنیو چارو وزیر، د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار او د انرژۍ له وزیر سره تر لیدنو وروسته د یوې ګډې اعلامیې په صادرولو پای ته ورسېد.

په دغه اعلامیه کې د دواړو هیوداونو تر منځ په دریو میاشتو کې د ګډو همکاریو د اوږد مهاله تړون پر چمتو کېدو باندې ټینګار شوی چې د ولسمشرانو لخوا به لاسلیکېږي.

په اعلامیه کې همدا راز ایران د افغان دولت په مالکیت د سولې د خبرو ملاتړ کړی او په افغانستان کې د تاوتریخوالی په راکمولو، د سولی د مخامخ خبرو پر ژر پېل او د تلپاتې اوربند په ټینګیدو یې ټینګار هم ټینګار کړی دی.

دا اعلامیه چې ۱۵ مادې لري په کې د ایراني ځواکونو لخوا د افغانانو د وژنې د وروستیو پیښو په اړه په جزییاتو د بحثونو خبر ورکوي او وايي، دواړو لورو موافقه وکړه چې د دا ډول پیښو د نه تکرار لپاره به ځانګړې تدابیر نیسي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ایران او افغانستان پولې به خوندي او د قاچاق مخه به پرې نیول کېږي.

همدارنګه افغان لورې ژمنه وکړه چې دپولې په اوږدوکې به افغان پوله ساتي ځواکونه په هغه پوستوکې ځای پر ځای کیږي چې پخوا یی پری ایښی دي او ایران به افغانانوته د ویزې په ورکړه کې د اوس په پرتله نورې اسانتیاوی هم رامنځته کوي.

اعلامیه همداراز وايي، دواړو لوریو د سوداګریزو توکیو د راکړې ورکړې لپاره د اسانتیاو برابرولو په موخه د ځمکني، ریل او هوایي ترانسپورت یو تړون هم لاسلیک کړی او له مخې یې په ایران کې افغان کارګرو ته د کار کولو قانوني بڼه ورکولو باندې هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان او ایران لخوا د چابهار بندر پیاوړي کول بل مهم ټکی دی چې افغان او ایراني چارواکو پرې هوکړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب