شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهوسله والو د کاپيسا د استیناف محکمې یو قاضي وژلی

وسله والو د کاپيسا د استیناف محکمې یو قاضي وژلی

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: ناپېژانده وسله والو نن سهار د کاپيسا د استیناف محکمې یو قاضي په ډزو وژلی دی

د کاپيسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش تاند ته وویل، قاضي احمد شاه نن سهار دندې ته روان و چې د ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند افغانیه سیمه کې پرې موټرسایکل سپرو ډزې کړې دي او ځای پر ځای یې ساه ورکړې ده.

که څه هم نوموړی مني چې قاتلین تښتېدلي دي خو وايي، پولیس یې د نیولو په هڅه کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د بګرام زندان ۵ څارنوالان چې د طالبانو د خوشې کولو دوسیې یې څېړلې وژل شوي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز وايي، تېره ورځ د وسله والو په ډزو کې د بګرام زندان دوه څارنوالان، یو موټروان او د څارنوالۍ دوه کارمندان وژل شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي دي او خلیلزاد دا د سولې د کورنیو او بهرنیو دښمنانو کار بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب