Homeخبرونهافغان ځواکونو د فراه لپاره د سرې قطعې قومندان له ۱۰ وسله...

افغان ځواکونو د فراه لپاره د سرې قطعې قومندان له ۱۰ وسله والو سره وواژه

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: د غور امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د فراه لپاره د طالبانو د سرې قطعې قومندان له ۱۰ وسله والو سره وژلی دی.

د چارواکو په خبره طالبانو دغه طالب قومندان د فېروزکوه ښار په څنډه کې د طالب وسله والو د برید پر مهال په دفاعي جګړه کې وژلی دی.

د غور د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، قومندان راشد د فراه لپاره د سرې قطعې قومندان و او د فېروزکوه ښار په اړوندو کې وژل شوی دی.

نوموړی وايي، په نښته کې د طالبانو ګڼ جنګیالي ژوبل شوي هم دي او وسلې هم ترې پاتې شوې دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو د ملي امنیت شورا وايي، طالبانو یو وار بیا جګړې ته شدت ورکړی او تېره اوونۍ یې د ۲۹۱ افغان سرتېرو په وژلو د ۱۹ کلونو تر ټولو خونړۍ اوونۍ ثبت کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...