دوشنبه, مې 20, 2024
Homeټولنیزد افغانستان د نوم بدلون، نامعقولې هڅې

د افغانستان د نوم بدلون، نامعقولې هڅې

ليکوال: کاندیدا اکادميسین محمد اعظم سيستاني
ژباړن: سيلانی
ددې لیکنې لوستل د هر لوستي افغان لۀ پاره اړینه ده.
څوچې دا مځکه آسمان وي
څو چې دا جهان ودان وي
څو چې ژوند په دې جهان وي
څو چې پاتې يو افغان وي
تل به دا افغانستان وي
لۀ احمد شاه بابا څخه را نيولې د داکتر نجیب الله د واکمنۍ تر پرزېدلو پورې، چې د افغانستان لۀ ۲۴۵کلن سياسي ژوند سره سمون خوري، هېچا ځانته دا اجازه نۀ ورکوله چې پۀ خپلو ليکنو او ویناو کې د تفرقې او بېلتونولۍ مسايل مطرح کړي او يوه بله ستونزه د هېواد پۀ ستونزو ور زیاته کړي. مګر لۀ بده مرغه پۀ تېر وروستيو شلو کلونو کې  چې لۀ يوې خوا زموږ ګران هېواد لۀ امنيتي، اقتصادي، سياسي او د کرونا لۀ ناروغۍ څخه کړيږي، خو ځينې کسان،چې تعليمي سويه  يې د پوهاند او داکتر پۀ کچه دي، د بيان آزادۍ او د موکراسۍ لۀ نوم څخه پۀ ګټې اخستو سره تلويزونونو کې را څرګنديږي او د هېواد پۀ ملي ارزښتونو لکه د افغانستان نوم او يا هم زموږ ملي هويت « افغان » چې دواړه د هېواد پۀ اساسي قانون کې ثبت شوي دي او د ملي حاکميت سرې کرښې بلل کيږي، يرغل کوي او د ګران هېواد نوم « افغانستان » غیر موجه بولي او د يو داسې نوم غوښتونکي دي،چې ټولو مليتونو ته د منلو وي.
پۀافغانستان کې لۀ ۲۰ قومونو ( پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، پشه یي، ترکمن، بلوچ، نورستاني، ايماق، عرب، قرعیز، قزلباش، ګوجر، براهويي، اورمړ، شغنانی، پاميري او نور…) ډېر ژوند کوي. کۀچېرې د هر قوم لۀ نوم څخه دهغه لومړي دوه توري غوره کړو، نو د ۴۰ تورو مرکب يو نوم ترې جوړيږي، چې ليکل او لوستل يې ناشونې او د خندا وړ دی. موږ نشو کولی داسې يو نوم جوړ کړو چې د ټولو اقوامو او مليتونو استازییتوب او ښکارندويي وکړي، برعکس د اقوامو تر منځ بحث او لانجې لا زياتيږي او د اقوامو ترمنځ د نفاق لامل ګرځي. دا هغه څۀ دي چې دوښمن ورته پۀ دوه پښو ناست دی او همدا ورځ لۀ خدايه غواړي چې يو ځل بيا افغانان  پۀ خپلو منځونو کې يو بل وخوري او  زموږ لاسوهنو ته لاره هواره شي.
لۀ بده مرغه ځينې خاصې کړۍ چې بهرنيو حلقاتو پورې تړلي دي پۀ اګاهانه توګه د خلکو تر منځ د نفاق اور ته تېل شيندي او ادعا کوي چې زموږ هېواد لۀ اسلام وروسته د ۱۴۰۰ کلونو پۀ موده کې د خراسان پۀ نامۀ ياد شوی دی او بايد همدا نوم د افغانستان ځایناستی شي. دوی ددغې ادعا د ثبوت لۀ پاره د شاعرانو پۀ ځانګړې توګه د مهر ا مير افضل خان سجع د سند پۀ توګه راوړي، دا پۀ داسې حال کې ده چې د شاعرانو پۀکلام کې د خراسان د نوم يادونه د باوري سند پۀ توګه نۀ شميرل کيږي. شاعران تل  دخپلو واکمنو صاحبانو پۀ ستاينۀ کې تر دې کچې مبالغه کوي چې د خپل څښتن مقام تر نهم آسمان پورې لوړوي. ترڅو د خپلو انعامونو شمېر ډېر کړي، کۀ داسې نۀ وي، نو هم داکتر رهين پوهيږي او هم داکتر جاوېد پوهېدۀ چې نۀ افضل خان او نۀ هم د هغه پلار امير دوست محمد خان د خراسان پر ايالت يعنې  مشهد او نیشاپور واکمني درلوده او لۀ هغو ولايتونو يې ماليات نۀ تر لاسه کول. طبعآ هغو هېوادونو چې افغانستان ته ماليات نۀ ورکول ، بل هېواد او ځواک پورې تړلي و. نو پر دې بنسټ د مهر امير سجع نشي کولی د افغانستان د واکمنۍ قلمرو يا کرښې ثابتې کړي.
واقعيت دادی چې داسلامي پېر پۀ لومړيو پېړيو کې د اسلامي خلافت پۀختيځه برخه کې دوه ادارې موجودې وې چې لۀ خلکو څخه يې پۀ شرقي قلمرو کې ماليات را غونډول. يو لۀ دغو دوو مرکزونو څخه زرنج د سيستان پلازمېنه وه، چې تر کابل او پۀ هندوکش کې د بلخ رود تر لومړي او لۀ هغه ځايه تر سنده پورې شامليږي. دطبري پۀ وينا د اسلام پۀلومړيو پېړيو کې سيستان لۀ خراسان څخه لوی او سرحدات يې ډېر همدارنګه وګړي يې هم زیات و. د سند او د بلخ رود تر منځ سيمه د خراسان پر وړاندو موقعيت درلود. « تاريخ طبری، ترجمه ابوالقاسم پاینده،چاپ ۱۳۵۲ تهران، ج ۵، ص ۲۰۱۵ »
پۀدې برخه کې د لوستونکو پاملرنه د منځنۍ پېړۍ خراسان، قهستان او سیستان ته را ګرځوم چېې پۀ ۱۹۰۵ م کال د انګليسي ختيځ پېژندونکي لسترانج لۀ خوا ترسيم شوې او د « جغرافیای تاریخي سرزمينهای خلافت شرقي» پۀ۲۵  څپرکي کې ثبت شوې ده. خو د نقشې د راوړلو څخه مخکې غوره ګڼم چې د خراسان پۀ هکله د لسترانج سپړنه ولولو.
« ګ.لسترانج » پۀ خپل پېژندل شوي اثر ( جفرافيای تاريخی سرزمينهای خلافت شرقی» کې د اسلامي شرقي خلافت خوا و شاه پراته هېوادونو  د ښارونو، کليو، رود خانو، بندونو، تجارتي او مواصلاتي لارو پۀ هکله څېړنه تر سره کړې او يو جامع اثر يې پرې ليکلی دی. ګ.لسترانج د ياد کتاب پۀ ۲۷ څپرکي کې د خراسان پۀهکله داسې ليکلي دي:
خراسان پۀپخوانۍ پارسي ژبه کې د ( خاور زمين ) پۀمعنا ده. دا نوم د منځنيو پېړيو پۀ لومړيو کې پۀ ټوليزه توګه د ټولو هغو اسلامي ايالتونو لۀ پاره کارول کېده چې د خاور (ختيځ ) سيمو کې لۀ کويرلوت څخه را نيولې د هند تر غرونو پورې موقعيت درلود. پۀ دې توګه پۀ شمالي خاور کې د ماورا‌ء النۀر ټول ښارونه او سيمې پۀ استثنا د سيستان او قهستان پۀجنوب کې شامليږي. د خراسان باندنۍ کرښې د چين بيابانونه، پامير او د هند لۀ لوري د هندوکش تر غرونو پورې و. مګر وروسته يادې کرښې هم کره او هم کوچنۍ شوې، تر دې پورې چې ويلی شو، خراسان پۀ منځنيو پېړۍ کې د ايران لۀ يو ایالت څخه و.د خاور پۀ شمال کې د جيحون رود څخه ورهاخوا سیمې پۀ کې نه شاملېدې، مګر د هرات لوړې سيمې چې همدا اوس د افغانستان لويديځه برخه کې دي، را نغاړي.
پۀ منځنۍ پېړۍ يا د اعرابو پۀ پېر کې د خراسان ايالتونه پۀ څلورو برخو يا ربعو وېشل کيږي او هره برخه يا ربعه د څلورو لویو ښارونو څخه د يوۀ  پۀ نامۀ يادېدۀ، دا لوی ښارونه يا ايالتونه عبارت دي لۀ : نیشاپور، مروه، هرات او بلخ څخه. نو د لومړيو اسلامي فتوحاتو څخه وروسته د خراسان ایالت پلازمېنه مروه او بلخ و، مګر وروسته د طاهريانو پۀ دور کې د خراسان پلازمينه یې نیشاپور ته انتقال کړه، چې داسيمه پۀ لوديځه برخه کې يوه مهمه سيمه بلل کېده. ( لسترانج، جفرافیای تاریخی خلافت شرقی، ترجمه محمود عرفان، تهران ۱۳۳۷، صفحات ۴۰۸-۴۰۹ )
دغه نقشه پۀ ډېره ښه او ښکاره توګه د عباسيانو د خلافت پۀ دور( د مغولو لۀ يرغل مخکې ) کې د خراسان حدود او کرښې را ښيي. دلته ليدل کيږي چې قهستان، سيستان او د افغانستان نيمه برخه لکه: کندهار، غزني، کابل او جنوب ختيځ ولايتونه پۀ خراسان کې شامل نۀ و. نو پر دې بنسټ پۀ ټول افغانستان د خراسان د نوم ادعا د تاريخي او جغرافيايي واقعتونو خلاف ادعا بلل کيږي.
پرته لۀ شکه چې د سيمو جغرافيايي تحولات د هماغو سيمو او پۀ ټوليزه توګه د نورو سيمو لۀ سياسي تحولاتو سره تړلي وي او د تل لۀ پاره پۀ يوه بڼه نۀ پاتې کيږي، کله پراخ او کلۀ هم کوچني شي. لکه څنګه چې يو موده خراسان يوه لويه سيمه وه او د افغانستان و ماوراء النهر ډېرې برخې پۀ کې شاملې وي، مګر داسې وخت هم را ورسېدۀ چې خراسان د افغانستان يوه برخه شوه. خراسان د صفاري سيستان، غزنويانو، غوريانو او د احمدشاه بابا پۀ دولتونو کې د افغانستان يوه برخه وګرځېده او نن لۀ افغانستان څخه لا کوچنی شوی چې د ايران دولت يوه برخه ده.
بل واقعيت دادی، چې د خوارزمشاهيانو پر سيمو د مغلو پۀ يرغل کې چې پۀ۶۱۸  هجري کال ترسره شو او مغولان د دوو پېړيو لۀ پاره پۀ د غۀ سيمه کې مسلط شوو، نو خراسان د لومړيو اسلامي پېړيو مفهوم او پراختيا لۀ لاسه ورکړه  او د خراسان حدود  او کرښې يوازې نيشاپور او طوس پورې ځانګړې شوې.
د مغلو پۀهماغۀ دور کې چې مغولي واکمن ملوک کرت ( کرد ) پۀهرات  کې واکمني درلوده، افغانستان د فراه او د هلمند رود پۀ جنوب کې د هغوی لۀ يو مهمو ولايتونو څخه شمېرل کېدۀ. دا موضوع د سيفي هروي پۀ تاليف شوي اثر ( تاريخنامه هرات ) کې چې د اوومې پېړۍ پۀ لومړيو کې ليکل شوې، ياده شوې ده. ددې ترڅنګ پۀ ياد تاريخ کې د افغانستان نو ۳۵ ځلې یاد شوی دی. ( تاريخنامه سیفي هروی، چاپ محمد زبیر صدیقیان، کلکته،صفحات: ۱۸۶، ۱۹۶،۴۰۰،۶۲۶،۷۳، ۶۷۶ وغیره.
د نهمې هجري پېړۍ پېژندل شوی جغرافیه ليکوونکي معین الدین زمچي اسفزاري باربار لۀ افغانستان څخه يادونه کړې او پۀ يو ځای کې هغه افغانستان د هرات لۀ توابعو څخه ګڼلی دی. پۀ دې هکلۀ داسې ليکي: « امرا‌ء وويل چې اسفزار، فراه او سجستان د د افغانستان تر سيمو د هرات لۀ توابعو څخه دي….» [ روضته الجنات فی اوصاف مدینۀ الۀرات، به تصحیح و تحشیه کاظم امام، ۱۳۸۸، ج،۱، ص ۶۱ ]
نو پۀ دې اساس د افغانستان  نوم د انګليسانو لۀ لومړي يرغل څخه ۶۰۰ کالۀ پخوا  د افغانانو لۀ پاره يو پېژندل شوی نوم و، چې کندهار يې د دسوداګريزو راکړه ورکړو او لۀ هندوستان څخه هرات او خراسان ته د سوداګريزو کاروانونو د لېږد را لېږ مهم مرکز بلل کېدۀ>
کله چې احمد شاه بابا د خپلواک افغانستان واکمن شو( ۱۷۴۷ م )، د صفوي، بابري او د ماوراء النهر دولتونو ترمنځ د افغانستان د وېش ۲۵۰ کاله تېرشوي و. د يادو کلونو پۀبهير کې د افغانستان هر يو ولايت د يادو امپراطوريو د بیګلر، بيګي ( والي ) يا صوبه دار لۀ خوا اداره کېدۀ، صوبه دارانو يا واليانو به د خپل واک لاندې سيمو څخه ماليات را ټولول او خپل نظامي او اداري مصارف به يې لۀ همدغو مالياتو څخه پوره کول او پاتې مالیات به يې د اړوندې امپراطورۍ مرکز ته استول. پۀ دغۀ دوه نيمو پېړيو کې ننی افغانستان هېڅکه د خراسان په نوم نۀ دی ياد شوی او نۀ يې د هند بابري دولت، نۀ هم د ماوراءالنهر شيباني دولت او نۀ هم د ایران صفوي دولت ته ماليات ورکړي دي.
فلهذا هغه ادعا چې افغانستان د شاه شجاع تر راتګه پورې ( ۱۸۳۹ م ) د خراسان پۀ نامۀ يادېدۀ، يوه بې بنسټه ادعا ده . دېر لرې نۀ ځو، افغانستان ته د شاه شجاع لۀ بېرته راتګ څخه  څلويښت کالۀ مخکې پۀ هغۀ تړون کې چې پۀ۱۸۰۱م کال د جنوري پۀ۱۰ نېټه د انګليسانو د سفير( سرجان ملکم ) او فتح علي شاه قاجار تر منخ لاسليک شو، پۀهغه کې د افغانستان او د افغانستان د پادشاه يادونه شوې ده . کۀچېرې زموږ د هېواد نوم افغانستان نۀ وی او د ګاونډيو ترمنځ پۀ ياد نوم نۀ يادېدی، نو دا به څنګه ممکنه وه چې پۀ يو رسمي تړون کې دې دافغانستان نوم ذکر شي. ( ديده شود: افغانستان در پنج قرن اخير از فرهنګ و نیز تاريخ غبار )
د یادې ادعا د تکذیب لۀ پاره بل دليل دادی، چې  دتيمور شاه دراني پۀ وخت کې انګليسي جورج فوستر، د هند، پېښور، کابل، کندهار او هرات لۀ لارې ايران ته تللی دی، هغأ پۀ خپل يونليک يا سفرنامه کې د افغانستان د نوم يادونه کړې ده. د ياد نونليک نوم دادی:
George forster: travel over land from bangal to England via Afghanistan. 1783
د دغۀ يونليک لۀ نامۀ څخه څرګنده ده،چې د تېمور شاه دراني پۀ وخت کې زموږ هېواد د افغانستان پۀ نانۀ يادېدۀ، او خپل قلمرو يې پۀ هماغۀ نامۀ ياداوۀ کوم چې ددۀ  پلار احمد شاه دراني يادوۀ.
پۀ۱۳۷۱ ه کال د ثور پۀ مياشت پر کابل د جهادي تنظيمونو يرغل سره ځينو پرديپاله او تجزيه غوښتونکو اشخاصو د افغانستان د تجزیې او د خراسان نوم د خلکو پۀ منځ کې مطرح کړ، حتا تر دې چې د سالنګ پۀ تونل کې يې هم وليکل چې خراسان ته ښه راغلاست او ځينو حتا دا موضوع پۀ بهرنيو رسنيو کې هم مطرح کړه، خو لۀ نېکمرغه هېواد پالو او مترقي غوښتونکي اشخاص ددې ډول توطیئو پر وړاندې ودرېدل او دا توطيئه يې پۀ ريښه کې لۀ منځه يوړه. ځکه هېواد پاله او ملي اشخاص پۀ دې پوهيږي چې زموږ هېواد روانې ستونزې لکه: فقر، زور واکي، د مخدر توکو قاچاج، غصب، بې عدالتي، ناپوهي او وژنې  زموږ د هېواد د نوم پۀ بدلون پورې اړه نۀ لري او ياهم لۀ منځه نۀ ځي. خو ښکاره خبره ده چې ددې ډول طرحو وړانديز د پرديو لۀ خوا زموږ د ملي وحدت د لۀ منځه وړلو، د داخلي جګړو د رامنځته کولو او پۀ ټوليزه توګه خدای مه کړه د هېواد تجزيې ته لاره هواره وي.
دا بايد پۀ ياد ولرو چې د افغانستان د نوم بدلول نۀ څلويښت کلنې جګړې ته د پای ټکی ږدي،نۀ هم د داعش او طالبانو د يرغل او وژلو مخه نيسي او نۀ هم دا روانه جګړه د افغانستان د نوم لۀ پاره پيل شوې ده. کۀ زرځله د پرديو او بهرنيو پۀ ملاتړ د افغانستان د نوم دبدلون لۀ پاره هڅه وکړي، دا کار نشي کولی او نۀ هم دوی د طالب ځواک ته د درېدو توان لري يو ځل بيا کابل پردي او پۀ تېښته بریالي کيږي.
غواړم پۀ دې برخه کې پۀ ډاګه کړم،چې کۀ دافغانستان نوم پۀ۱۷۴۷م کال اېښودل شوی، کۀ پۀ۱۸۰۱م کال، کۀ۱۸۳۹ م کال او يا هم د امير عبدالرحمن خان پۀ وخت کې پۀ رسميت پېژندل شوی دی. نو تر ټولو مهمه خبره داده چې نن همدا نوم د نړۍ پۀ ټولو نقشو او پۀ نړيواله ټولنه کې پېژندل شوی نوم دی همدارنګه پۀ دغۀ نوم ددې هېواد وګړي پېژندل کيږي او پۀ ملګرو ملتونو کې دا نوم ثبت شوی دی. هېره دې نۀ وي چې پۀ دغۀ نوم او د دغۀ هېواد پۀ وګړو پۀ زرګونه مقالې، کتابونه، عملي سمينارونه او کنفرانسونه وړاندې شوي او چاپ شوي دي. بل نوم ددې هېواد پۀ نوم ور وزياتول يا بدلو نۀ کوم درد او ستونزو ته دپای ټکی ږدي، بلکې برعکس د اوسني نظام پر وږو نورې ستونزې هم ورزياتوي او ملي وحدت ته زیان رسوي.

5 COMMENTS

  1. د بهرنیو ځواکونو په شتون کی دا یو څو تنه متعصبه اشخاص دا خبری کوی. کله چه بهرنی ځواکونه ووتل بیا څوک نه دا خبری کولی شی، او نه بیا دغو یو څو کسو بی هویته او بی وجدانه ته څوک اجازه ورکوی چه بیا د افغان ضد خبری وکړی.
    د دغو بی هویته خلکو سره په نرمی خبری کول عظیمه ګناه ده، فقط سوک، څپیړه، لغته او تړل او ….. ورته پکار دی
    د افغانستان د نوم په له مینځه وړلو کی د دغه څو تنو متعصبو په اشاره، دشورویانو، انګریزانو او امریکایانو لخوا ډیر سخت کار وشو، خو د دغه نوم په بدلولو یی زور و نه رسید او نه به یی ورسیژی. نو چه د هغوی زور ونه رسید، نو غیر د الله ج څخه به نور دهیچا زور ونه رسیژی.

    تل او ژوندی دی وی افغانستان

    والسلام

  2. چاچه داموضوع لیکلی یعنی دافغانستان دنوم بدلون هغه پخپله دخراسان نامه ته لمن وهی موږ ته دیوه جاسوس اوناموس خرڅونکی نظریا ت اوغوښتنی هیڅ اهمیت نه لری اونه وخت پری تیروو هغه دی ځپله حاسوسی کوی ګیله نه ورڅخه لرو زموږ دمطلق اکثریت خلکولاره معلومه اوهیڅ قدرت نه شی کولای چه تغیرپه کی راولی اوبس

  3. دا لاندېنی لیک مې څو اونۍ پخوا په دري ژبه په افغان جرمن آنلاین کې خپور کړ، دې لپاره چه په درګ ژبه ده او د تاند مقرراتو سره ټکر نشي، په دې پاڼه یې بیا لوستلو له پاره اچوم:

    خراسان طلبان
    به محترمات و محترمین آقایون و همشیره های خراسان طلب، بهتر است که یک بار پوست جهالت و خود خواهی تان را بیاندازید، بعد از مطالعه و غور عمیق بر مسألهٔ خراسان از نو بیاندیشید و بر اقوام و ملت های دیگر نتازید، بلکه نزد باداران تان که شما را برای تخریب و تفرقه اندازی تربیه نموده اند و شما را آلهٔ دست خویش ساخته اند و شما را هر طوری که میخواهند تهه و بالا مینمایند، مراجعه فرمایید تا به شما و هم به ما خراسان قشنگ را دو باره بدهند. آیا نمیدانید که اروپای غرب از دو هزار سال به اینطرف از زمان اسکندر چشم به آسیا دوخته است و تجزیه های متواتر ممالک آسیایی و از بین بردن و آوردن اشخاص افراد مختلف در ممالک مختلف آسیایی دست منحوس نهفته دارند و فقد و فقد برای حکمروایی مطلق بر آسیا! از طرف دیگر و این را هم باید بدانید که ممالک بزرگ آسیا چه در غرب و شرق و شمال آسیا و لو به قیمت ممالک خود شان هم تمام شود اروپای غرب را به آسیا داخل شدن نمیگذارند.

    شما محترمین و محترمات نمیدانید که به خود و به تمام آسیا خیانت نا بخشودنی و سخت شرم آور انجام میدهید. اروپای غرب نه عاشق تو و من و عبدالله دو کله دوستم و این و آنند بلکه عاشق حماقت و جهالت تو و من اند و همه را مانند آلهٔ دست خویش هر طوری که میخواهند زیرکانه استعمال مینمایند. تا کی این حماقت و جهالت در ما مردم دوام خواهد نمود؟ به تو کسی خراسان را نمیدهد و به من وطنم را که از من گرفته اند و مرا توسط مردم احمق قبلی خود خواه و مریض، جاهلین مطلق رهسپار دیاری کردند که جز سؤ استفاده از من چیزی دیگری به من ندادند! و در داخل و خارج خون ملیون ها را ریختانده اند و میریزانند.
    از دو حالت به هیچ صورت خالی نیست یا خوابیم و یا جاهل و احمق! تا کی؟ از برای خدا تا کی؟ هر روز خون صد ها و هزاران بی گناه ریختانده میشود، تو باید بدانی که مسٔول کشته شدن فرد فرد پیر و جوان و زن و مرد و طفل، جهالت من و توست! تا این جامعه بیدار نگردد و واقعیت های جهانی را درک ننماید تا صد ها سال دیگر هم درین منطقه خون خواهد ریخت و مفادش به اجنبی! من سخنانی چندی که باید میگفتم، کفتم با آنکه میدانم که :به سیه روز چه سود، گفتن وعظ…نرود میخ آهنین در سنگ! و میگویند که تا احمق در جهان است مفلس در نمیماند ! و این احمقان تو و من میباشیم و هستیم!
    سهو های املایی ام را ببخشید.

  4. سلامونه،
    د پورته مبصرینو وروڼو په تایید ، زه دومره زیاتول غواړم
    د یو څو احمقانو، جاهلینو او د قدرت-پیسو او چوکیو وږیو، د آمپریالیستانو او سوشل-امپریالیستانو او پکټ والاوو په تحریک، تطمیع او د دوستۍ په جامو کې دشمنانو په غولولو ، خودکشي -بیګانه پرستي د داسې سر-چوک آوازو خپرولو سره ، او د بیسواده عام ولس په افکارو خرابولو سره ګویا د فارشیستان، داعش او پنجابستان ژرندو ته اوبه اچول غواړي ؛ غواړي افغانستان خړ کړي او دوی په کښې د فدرام،رباني، دهزاد، مسعودخیل، اسماعیل خاین! ،مهګک ، … په څیر ماهیان ونیسي !!!.
    وګورئ !بل د غربیانو دسایسو ، پخوانۍ یوګوسلاویا په همدې چلونو ۷ ټوټې کړله!
    د عربي بهار په نوم ېې تونس،سوریه، لیبیا،یمن، عراق،لبنان ، مصر، فلسطین ،حتی صعودی او بحرین … کومو حالاتو ته ورسول .
    په ترکیه ېې زور نه رسیږي او د ناټو غړې ده! که نه کردان، ارمنیان، یهودان، یونانیان … ورته لمسوي خو داچې ښاغلی رجب طیب اردوغان خان ! د ولس او دین ملاتړ له ځانه سره لري د چا زور پرې نه رسیږي.
    نو اوس افغان دولتمشرانو ته پکار دي چې د داسې تفرقه اچوونکو او تجزیه طلبو او افغان دشمنه کړیو لاسونو ته هتکړئ او پښو ته زولنئ واچوي او په دهمخنګ یا ده اوغانان کې ېې تر هاغه وراسته کړي چې په خوب کې هم بیا د خرآسان، صوبه ی پنجم پوکسټین او یا د تاجکوستان ا.د.ن. نومونه و نه ویني.
    څو چې پاتې یو افغان وي ++++ تل به دا افغانستان وي
    په سینه کې د آسیا به +++ لکه زړهء وي جاویدان
    دا هیواد به تل ځلیژي +++ لکه لمر پر شنه آسمان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب