شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهامرالله صالح: هیڅ وینټیلاټور نه دی غلا شوی، په اوازو باور مه...

امرالله صالح: هیڅ وینټیلاټور نه دی غلا شوی، په اوازو باور مه کوئ

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳مه: له عامې روغتیا وزارت وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال هم د ۳۲ مرسته شویو وینټیلاټورونو د غلا او پاکستان ته د تښتول کېدو خبر رد کړ.

امرالله صالح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مصنوعي تنفس هیڅ ماشین په کابل یا هم ولایتونو کې نه دی غلا شوی.

ښاغلي صالح له ولسه په کلکه غوښتي چې په دروغي او باطلو خبرونو تېر نه وځي.
نوموړي د خپلې خبرې په تړاو یو متل هم لیکلی چې لومړی باید خپله پزه وګورئ بیا په پيشو پسې وځغلئ: ((هر څوک چې درته ووايي، پزه دې پیشو یووړه، مخکې له دې چې په پيشو پسې وځغلئ لومړی مو پزه وګورئ، حوصله مو پرځای وساتئ.))

افغانستان ته د کورونا لپاره رالیږل شوي ۳۲ وینټیلاټورونه پاکستان ته تښتول شوي

دا په داسې حال کې ده چې پژواک اژانس تېره ورځ راپور ورکړ چې ۳۲ وینټیلاټورونه چې بهرنیو هیوادونو افغانستان ته په مرسته کې ورکړي وو، غلا او پاکستان ته لېږدول شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت تېره ورځ وویل، په دې اړه یې پلټنې وکړې او هیڅ وینټیلاټور یې پاکستان ته نه دی قاچاق شوی، خو ولسمشر غني بیا د کورونا پر ضد په مبارزه کې د فساد د ادعاوو د څېړنو په اړه حکم ورکړی

3 COMMENTS

  1. د پژواک خبري آژانس خبرونه اکثرا ناقص او هېڅ تفصیل نه لري . بنا په هغوی باور کول هم کومه ګټه نه لري .

  2. د شاغلی امرالله خان صالح صاحب د توجه وړ۰
    مخترمه د ملی امنیت اداره باید دغه درواغجن مبلغین کشف او د جزا لاندی راشی۰
    دا د مایوسی دک خبر دیر بد تاثیر واردوی۰
    د داخلی او خارجی تخریب کارانو د نابودی په هیله

  3. صالح لالا خو درواغ نه وایی!
    خو پژواک خبریال دروغجن ده! نه پوهیژو چه سوگ رشتیا وایی!
    تاند!!!
    ههههه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب