سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د کورونا لپاره رالیږل شوي ۳۲ وینټیلاټورونه پاکستان ته تښتول...

افغانستان ته د کورونا لپاره رالیږل شوي ۳۲ وینټیلاټورونه پاکستان ته تښتول شوي

تاند، دوشنبه، د سرطان ۲ مه: د عامې روغتیا وزارت پاکستان ته د مصنوعي تنفس د هغو ۳۲ ماشینونو د قاچاق پلټنه کوي چې نړیوالو یې تازه له افغانستان سره مرسته کړې وه.

دغه وینټلاټورونه چي ارزښت يې اته سوه زره امریکايي ډالره دی، یو افغان سوداګر هڅه کوي چې له پېښور څخه دا متشینونه بیرته له قاچاق کوونکو وپيري او د افغانستان حکومت ته یې وسپاري.

د افغانستان مشهور خبري اژانس پژواک وایي، هغه غږونه او انځورونه یې ترلاسه کړي چې په کې له عامې روغتیا وزارت څخه ۳۲ د مصنوعي تنفس ماشینونه پيښور ته قاچاق شوي دي: (( دا معامله د وتس آپ له لارې مخ ته ځي او دوی یو بل سره د وینټلاټورونو د قیمت او ځای په اړه معلومات تبادله کوي.))

په دغه غږ کې ویل کېږي:”یو ۳۲ دانې وینټلاټورې شته، ایس۱۱۰۰ماډل؛ خو ګوره دا شی د افغانستان له روغتیا وزارت څخه په صفا الفاظو کې دا چې را پټ شوي دي.”

دغه کس بل مقابل کس ته په دې خبرو کې وايي، چا چې دا را لیږدولي هغه په دې ټینګار لري چې د روغتیا وزارت هېڅوک باید په دې پوه نه شي او دا ماډل وینټلاټورونه له ۱۸زرو تر ۲۵ زرو امریکايي ډالرو پورې بیې لري.

هغه زیاته کړې:”وګوره که دا یې لګېږي نو بیا به ورسره خبره جوړه کړو.”

بلخوا یو افغان سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط پژواک ته ویلي چې دی پاکستان کې له ځینو سرچینو سره دا مسئله تعقیبوي او هڅه کوي له هغه کس څخه چې د مصنوعي تنفس دغه ماشینونه ورسره دي، بیرته ترې وپیري:”د دغو ماشینونو د اخیستلو خبرې مو ورسره روانې دي، حتی د قېمت په اړه مو هم خبرې کړيِ؛ موږ ۱۵ رانیول خو دوی وايي چې ټول به پیرئ مګر لا هم وروستی ځواب یې نه دی راکړی.”

پژواک ادعا کړې ده چې دوی هغو انځورونو او اسنادو ته هم لاسرسی پیدا کړی چې له مخې يې دا وینټلاټورونه د بیجینګ ایونمنډ ((Beijing Aeonmed Co, Ltd په نوم کمپنۍ جوړ دي، دا کمپنۍ په چین کې د OR او ICU د طبي وسایلو د تولید په برخه کې کار کوي، د دوی د رسمي وېبپاڼې معلوماتو له مخې، ventilator vg70 controller head د دغه شرکت تولید دی چې له شاوخوا ۱۲ زره امریکايي ډالرو نیولي ان تر ۱۷زره پورې بیې لري.

د وینټیلاټورونو غلا په داسې حال کې له افغانستانه شوې چې هېواد کې د کورونا امثره ناروغان د اکسېجن کمښت له امله وژل شوي.

همداراز د کندهار په ولایت کې د مصنوعي اکسېجن یا وینټلاټور یوازې ۲ ماشینونه دي چې په هېڅ ډول د ناروغانو لپاره بسنه نه کوي او شاوخوا ۵۰ دغسې نورو ماشینونو ته اړتیا لري

په ننګرهار ولایت په تجريدي روغتون کې ۶ وینټلاټورونه موجود دي او لږ تر لږه څلور نورو ته هم اړتيا لري.

د خوست په‌ کادري روغتون کې بیا د کورونا ناروغانو لپاره يوازې دوه د وینټلاټورالې لري او دوه نورو ته اړتیا ویني.

بلخوا کابل کې د افغان جاپان روغتون د اړیکو مسوول مسیح نوري وایي، د کابل په افغان جاپان او علي جناح روغتونونو کې اته اته وینټلاټورونو موجود دي چې ښه پایله لري خو په دغو روغتونونو کې د نورو نویو بسترونو جوړېدل یې هم مهم وګڼل.

دی وايي، دغو روغتونونو کې لس نورو د تنفس مصنوعي الو ته اړتیا ده ترڅو شل – شل نوي بسترونه جوړ شي چې په دې سره ناروغانو ته په سم ډول رسیدنه وشي.

دی وايي:”روغتیا وزارت مخکې ۲۷۰ پایې دغه ماشینونه لرل، ۴۰ یې خراب شوي ځکه څوک پرې نه پوهېدل او اړتیا یې هم نه وه چې وکارول شي؛ له همدې امله اوس داسې یوه تخنیکي کس ته ضرورت دی چې دغه الې بیرته جوړې کړي.”

د ده په وینا چې د وینټلاټور ماشینونو کارونه مشکله ده او دوی د دې برخې ډېرو متخصیصینو ته اړتیا لري.

د ملي تدارکاتو کمېسون د دې کال په خپله درېیمه غونډه کې د ۵۰۰ وينټیلاټرونو د پېرېدولو وړاندیز منظور کړی دی.

1 COMMENT

  1. وایی: پک می لیدلی وو خو نه ماغزه وتلی
    دی مرض،مړینی او وبا ته وګوره ، دخلکو احتیاج او فقرته وګوری او دی غلا ته!!! انسانیت ورباندی شرمیږی
    نور به څوک مرسته هم نه درکوی، ځکه مرستی ځای ته نه رسیږی او حاکم غله ، ارذل الناس یی قاچاقوی ، فکر کوم دا ډول پستی د انسانیت په تاریخ کی ساری نلری ، الله مو دار و دسته تباه کړه .
    که تخصص اوایمانداری په راس کی وی ، داسی کارونه هیڅکله امکان نلری ، مګر غیر لدی نه متخصص غلو ته واک ورکول عین غلا ده، نو ښه به دا وی چی ایمانداره با سواده چی حلال او حرام او ملی ګټی وپیژنی اومتخصص غل کنترول کړی شی باید امانات د ملت هغوی ته و سپارل شی نه بی تجربی نا اهل ترجمانانو ته ،چی بیا له ډالری درانه معاشواو غلا سره تښتی ،نوری نوی تجربی او غلط ابتکارونه مه تجربه کوی ، سمه لار روښانه او د کامیابی ضامن یی د هغه خالق دی
    د کرزی صاحب مشهوره خبره غلو ته چی وخوری ،وخوری ،بلند منزلونه او شهرکونه جوړ کړی خو بهر ته یی مه وړی ، خو دی دزد بی انصاف له هغی حد نه هم تجاوز کړی
    څوک چی د دی مؤمن ملت امانات ضایع کوی عزیز ذو انتقام الله جل جلاله دی تباه ذلیل او تباه کړی – آمین

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب