پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد زړه آواز ته غوږ شئ 

د زړه آواز ته غوږ شئ 

لیکواله: سمیرا زندی
ژباړن: حمیدالله تسل

پر شپږم حس د باور کولو اووه لارې: خفه او په غوسه وم ذهن مې ګډ وډ و، د هاخوا دېخوا کش‌کولو حس مې کاوه، ټول ځان مې وېرې نیولی و، زړه مې چيغې وهلې خو اورېدلی مې نه‌شوی؛ روح مې په جنګ و لاره يې راته ښودله.
ارادې بیا هم ارادې…

حمیدالله تسل

پر ځان شک او د ژوند له دوران څخه د وتلو احساس ستونزې دي، ډېر وخت دا ډول ستونزې سختې وي.
زه تل خپلې غوښتنې څارم او د زړه آواز ته غوږ نیسم. پر هغه څه چې کنټرول لرم، تر هغه زیات باید په ډېر لوی څه باندې باور ولرم. زه داسې ژوند کولو ته ارزښت ورکوم چې په تصمیم نیولو کې د ځان او زړه آواز ته غوږ شم. کېدای شي پر احساساتو تکیه کول سخت وي. موږ زیاتره له اصلي غریزې څخه لرې یو په مقابل کې وېرې ته په خپل ذهن کې ځای ورکوو او د ټولنې غوښتنې خپله لاره پر موږ تپي.

زه د روح بایللو پر قېمت د امن او آرامتیا پر خوږه بېلارې شوم، هغه څه چې هیله مې درلوده او د وړتیا احساس مې یې کاوه ډېر لرې وو.

زموږ ذهن د راحت او زړه مو د حقیقت په لټه کې دی. بعضې وخت غلط تصمیم نیول ډېر آسانه ښکاري، دا لوبه ده چې زموږ ذهن غواړي ترسره يې کړي؛ ترڅو موږ ته د آرامتیا دروغجن احساس راکړي.

په ژوند کې د سترو او اغیزمنو تصمیمونو د نیولو پر وخت څه پېښېږي؟ وېره راباندې غلبه کوي، په ذهن کې مو غږونه لوړېږي، قاطع کېږي؛ مجبوروي مو چې له خطر څخه لرې شو؛ په ناهیلۍ سره مو نفس کوښښ کوي چې ډېره آسانه لاره غوره کړو. موږ زړه ته په کتو تصمیم نه نیسو، د ذهن له فضا څخه چې د ژوند زیاته برخه يې په لاس کې ده تصمیم نیسو. ذهن کوښښ کوي کوچني مو وساتي؛ وېرېدلی ذهن مو په ګټه نه دی، هر هغه څه چې وېرې ته پر مینه لومړیتوب ورکړي زموږ دوست نه دی.

که د ورځې له ۶۰ تر ۸۰ سلنه افکار مو منفي وي، څنګه کولی شو هغه تصمیم ونیسو چې په واقعیت کې زموږ لپاره بهتر وي؟ هغه څه چې ډېر آسانه هم نه وي یا څنګه کولی شو د وېرې په سبب غلط تصمیم ونه نیسو؟

آلبرټ نشټین وايي》زه پر شپږم حس باور لرم، کله کله احساسوم چې په حقه یم؛ خو نه پوهېږم چې په واقیعت کې همداسې ده که نه《

هغه انتخاب چې فطري او زموږ د پوهې پر اساس وي، په زړه کې يې حس کوو. هغه لاره چې د ژوند په مخ کې يې لرو ورته متوجه کېږو، چې پایله يې زموږ له پاره غوره ده.

د پوهېدو له پاره دا درس بس دی چې پوه شو (ډېر لوړ او هوښیار لارښود مو ځان دی، چې د ذهن د لار ورکوونکې زمزمې پر ځای هغه خاموشه زیرکي پیدا کړو او ورته غوږ شو) هغه له روان څخه اخیستل شوی ذاتي علم چې هرڅه دی زموږ مخې ته ډېر ښه چانس ږدي پر همدې سبب به مو ډېر ژور غږ څارلی وي.

د پوهې هغه برخه چې انکار هم نه ترې کېږي او سهار په درېیو بجو ستاسو خواته په لوړ غږ راځي پېژنئ؟
دا ستاسو دروني لاښود دی، معنویات مو دي، الهی روح مو دی؛ دا ستاسو له ځان سره هغه مکالمه ده چې تاسو يې هېڅ هیله نه لرئ.

الیور‌ساکس وايي 》موږ پینځه حسونه لرو پېژنو يې او احترام يې کوو؛ دا هغه حسونه دي چې له امله يې نړۍ پېژنو؛ خو نور پټ حسونه هم شته! (شپږم حس) دا هم په هماغه اندازه مهم دی اما نه یې پېژنو《

څرنګه کولی شو هغه دوه دروني غږونه درک کړو چې یو يې حقیقت وايي او غواړي زړور شو او بل يې هڅه کوي کوچني او بې زړه پاتې شو؟

۱_ ساه واخلئ: زموږ له بدن سره د اړېکې یوازنۍ ګټوره لار، چې پایله يې حقیقت ده زموږ ساه ده. ساه ده چې د روح او بدن اړیکه د یوه ارتباطي کانال په واسطه له فضا سره نښلوي، موږ له هغه څخه فکر او الهام اخلو او د انتخاب تر شاه په حقیقت پوهېږو.

که ژوند کول درته سخت شول کښېنئ او ساه واخلئ، چې څه احساس لرئ؟ ژوره ساه واخلئ، دوام ورکړئ ډېر ژر به مو ذهن خلاص شي او پوه به شئ چې څه شی تاسو لپاره غوره دي.

۲_ پر ځان باور وکړئ: زموږ ملګري او کورنۍ غواړي موږ خوښ و اوسو؛ خو یوازې موږ خپله پوهېږو چې څه غوره دي. ملګري مو د هغوی د تجربو مطابق زموږ د پوښتنو پر ځواب پوهېږي او کورنۍ مو بیا د ساتنې د اړتیا پر سبب موږ ته نصحت کوي. دواړه زموږ د ملاتړ قوي ستنې دي، خو هغوی مو پوښتنو ته هېڅ ځواب نه‌شي ویلی. که وغواړي د هغه ټولو خلکو پر خلاف حرکت وکړئ چې ستاسو په څنګ کې دي ستونزمنه نه‌ده چې په ځانګړې لار حرکت وکړئ؛ ځکه انتخاب ستاسو دی.

۳_ د نښو په لټه کې شئ: ډېر وخت چې بهترینې لارې وینو سترګې ترې پټوو. زما پر باور دغه نښې ناڅاپي دي، هڅه کوي چې زموږ له شعور سره اړیکه پیدا کړي. تصادف ته باید پام وکړو، ممکن هغه ظریفې نښې ووینوو، چې د بهترین ژوند له‌پاره لار ښیي.

۴_ موسکي ترې تېر شئ: هغه وخت چې له ستونزمنو پرېکړو سره مخ کېږو پر ځان فشار راوړو چې ښه پرېکړه وکړو؛ تر دې حده دا هېروو چې ژوند له تجربو جوړ ښکلی سفر دی. زهوږ ټاکنه هېڅ وخت غلطه نه‌ده په خپل ځان کې درسونه لري، چې د پرمختګ لپاره هغه ته اړتیا لرو. پوه شئ چې زموږ د کړنو په پایله کې چې هره پېښه پېښېږي، په هماغه وخت کې زموږ لپاره بهترینه واقعه ده. وخاندئ، باور وکړئ او د ژوند له سفر څخه خوند واخلئ.

۵_ پوه شئ چې نړۍ تاسو ته غوره لار غواړي: کله کله باید ځان پرېږدئ او د ژوند پر لاره مخته لاړ شئ. خوښېږي مو چې د هغه کوچني ماشین په واک کې واوسېږوو، چې هغه زموږ بدن دی؛ خو زموږ بدن زموږ په لارښونه او یا بغیر له هغې خپل کار کوي، ساه اخلي او زړه مو حرکت کوي.

زه باوري یم چې الله ج هغه مهربان ذات دی چې کاینات يې پیداکړي‌دي او موږ ته سمه لار ښيي.
۶_ حرکت وکړئ: اوبه چې ودرېږي، حرکت نه‌شي کولی. له فزیکي اړخه که موږ بې حرکته شو ژوند مو هم ودرېږي.

کله چې له یوه لوی تصمیم سره مخ کېږو، ډېره بده داده چې اجازه ورکړو فلج مو کړي؛ حرکت ته باید دوام ورکړئ، مهمه نه‌ده چې چېرې فقط خپل ځان ته ټکان ورکړئ.

۷_ نوښت وکړئ: چې لیکل کوم ډېر وخت مې ذهن ته نوي څه راځي، غواړم ګوتې په کيبورډ ولګوم او پر لیکلو يې پیل وکړم. ذهن ته راشي چې آیا زما په فکر کې د هغه شته پوښتنو ځوابونه شته؟ نوښت وکړئ؛ نوښت ستاسو د زړه او جهان ترمنځ هغه مستقیم ارتباطي خط دی چې د انځورګرۍ، لیکوالۍ او جوړولو پر وخت خپل ځان په هغه کې ورک کړئ؛ هغه وخت بیا ستاسې زړه د هنر له لارې حقیقت ته لار موندلی شي.
کامیابه ژوند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب