یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهروغتیا وزارت د مرسته شویو وینټیلاټورونو بشپړ جزییات خپاره کړل

روغتیا وزارت د مرسته شویو وینټیلاټورونو بشپړ جزییات خپاره کړل

تاند، سه شنبه، د سرطان ۳ مه: د عامې روغتیا وزارت د ورکو شویو وېنټیلاتورونو راپور رد کړ او د مرسته شویو وینټیلاټورونو په اړه یې بشپړ جزییات خپاره کړل.

د عامې رغتیا وزارت وایي، د ځینو رسنیو لخوا خپور شوی هغه راپور ناسم او له حقیقت لیرې دی چې ګنې وېنټیلاتورونه يې پاکستان ته قاچاق شوي دي.

د روغتیا وزارت د مالوماتو پر اساس، له افغانستان سره ټولټال ۳۷ وېنټیلاتورونه مرسته شوي دي، چې ۲۶ یې ولایتونو ته لېږل شوي او پاتې نو هم د وېش په حال کې دي.

مالومات ښيي، د نړیوالو لخوا له افغانستان سره د مرسته شویو ۳۷ وېنټیلاتورونو له منځه یې دوه هرات، دوه کندهار، دوه کندوز، ۵ نیمروز، دوه دایکندي، درې فاریاب، ۱ غزني، یو سمنګان، دوه زابل، دوه هلمند، یو پنجشېر، یو بامیان ۱ کاپیسا او یو پروان ته لېږلي او پاتې نور هم د کابل په شمول نورو ولایتونو ته د توزیع په حال کې دي.

روغتیا وزارت وایي، له افغانستان سره ۲۷ وېنټیلاتورونه د روغتیا نړیوال سازمان، درې ترکیې، درې ایران او څلور چین مرسته کړي وو، چې ټول موجود دي.

2 COMMENTS

  1. دا ډول خبرونه خپرول بیا سزا ولري. د بیان آزادي په دې مانا نه ده چې عامه اذهان په دروغو مغشوش شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب