جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان: له روسیې سره د افغانستان او سیمې په اړه مشورې کوو

پاکستان: له روسیې سره د افغانستان او سیمې په اړه مشورې کوو

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي د افغانستان پر وروستي وضعیت تلیفوني بحث کړی دی.
دواړو هیوادونو په افغانستان کې دایمي سولې لپاره افغاني مذاکرات یوازنۍ لاره بللې ده.

په دې تلیفوني تماس کې قریشي ویلي، پاکستان د افغانانو تر منځ د مذاکراتو پيلیدو ملاتړ کوي او د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې ته یې هم زمینه سازي کړې وه.

په دې تلیفوني اړیکه کې دواړو هیوادونو د سیمه ییزو مسایلو لپاره د یو بل پر ملاتړ ټینګار کړی او د خپلمنځي سلا مشورو جاري ساتلو باندې یې هوکړه کړې ده.

شامحمود قریشي روسیه خپل مهم شریک او ملګری بللی دی او ټینګار یې کړی دی چې له دغه هیواد سره به دایمي او هر اړخیزې اړیکې ټینګې کړي.

پاکستان او مسکو په دې وروستیو کې د طالبانو پر سر معامله کې له امریکا سره مهم لوري وو چې دواړو هیوادونو طالبان په مختلفو برخوکې حمایه کړي دي.

1 COMMENT

  1. دا طالبانو ده استاد بل لوى دروغ.که ده كراچى۔په سمندر كښى عمران او باجوا ده دروغو چېنى
    ده پټرولو چينى راوستى شى نو ده خليلذاد ده وجلو ويډيو جوړهول ګرانه نده.ده لرۍپختونخواه نه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب