یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهامریکا د خلیلزاد د وژنې د دسیسې په اړه پلټنه کوي

امریکا د خلیلزاد د وژنې د دسیسې په اړه پلټنه کوي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: ډيلي بیسټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې امریکايي استخبارات د طالبانو د هغې ادعا په اړه پلټنې کوي چې وايي، د زلمي خلیلزاد د وژنې پلان یې شنډ کړی دی.

طالبانو تېره اوونۍ داسې ویډیو خپره کړه چې پکې دوه تنه ادعا کوي چې دوی د داعش ډلې غړي دي او د خلیلزاد د وژنې پلان یې درلود خو بریالي شوي نه دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دفتر ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته ویلي، چې د دغې ادعا په اړه معلومات ور رسېدلي دي او امریکا نه یوازې د خلیلزاد بلکې د هر ډیپلوماټ د ژوند په اړه ګواښ جدي نیسي، خو په وینا یې امریکا او افغان حکومت په ګډه د دغې ویډیو په اړه پلټنې او څېړنه کوي.

که څه هم ګڼ لوري ادعا کوي چې دا ویډیو جعلي ده، خو طالبانو په دغو کسانو باندې اقرار کړی دی چې د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د دغې دسیسې تر شا ولاړ و.
ورځپاڼې د یوامریکايي پخواني دیپلومات له قوله ویلي، په دې اړه واضحه ده چې خلیلزاد د حکومت په پرتله طالبانو ته ډېر ګرانښت لري.

خو یو پخواني استخباراتچي بیا ډیلي بیسټ ته ویلي چې دا ویډیو ۹۹ سلنه درواغ او جعلي ده.

ډيلي بیسټ د دغه پخواني امریکايي استخباراتچي له قوله د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د افغانستان ملي امنیت داسې کار نه کوي، خو نوموړی وايي، خلیلزاد په دې بوخت دی چې کابل د سرو زرو په لوښي کې طالبانو ته تسلیم کړي چې له دې کبله طالبانو ته د جګړې ګټلو احساس زیات شوی دی.

د یادونې ده چې زلمی خلیلزاد له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په پلوۍ بیانونه ورکوي چې شنونکي وايي، نوموړی غواړي له ټرمپ څخه اخیستې د سولې معامله بریالۍ کړي او ځان ته لابي وکړي، خو افغان حکومت که څه هم خلیلزاد مرور کړی دی مګر د هغه د وژلود پلان په اړه د طالبانو خپره کړې ویډیو مصنوعي ده.

5 COMMENTS

  1. ههههه. تاند لژ وشرمیژه.
    تبلیغات هم یو سه هنر غواری . زانونه شرموی. امریکا بخ اوس تاسو سره پوه شی

  2. په افغانستان کی داعش نشته مګر کیچیری شتون هم ولری بی د امریکا له اشاری یوه ورځ هم نشی تیرولی
    دلته چی څه داعشیان په کنړ او ننګرهار کی جنګیږی ټول د پاکستان ملیشی دی نو کچیری رښتیا دا کار شوی وی نو باید د پاکستان په استخباراتی او نظامی چارواکو فشار راوړی او د دوی دیته مجبور کړی چی سیمه او نړی له جنګی ډلو ټپلو سره مالی او نظامی مرستی بندی کړی چی فشار آسانه لار اقتصادی بندیزونه دی یعنی امریکا دی په پاکستان اقتصادی فشار راوړی ټول مشکل په سیمه کی او نړی په ټپ دریږی مګر پدی شرط چی امریکا د نړی ټول اصولول او قونین او جنګی جرمونو محاکمی صلاحیتونو ته هم درناوی وکړی یعنی همدا محکمه پریږدی چی دلته افغانستان د شوی ظلمونو په اړه پلټنه وشی چی امریکا او برتانیه اوپاکستان پدی ۴۰ کلنه جنګی دوره کی څومره جنایتونو باندی ککړ شوی ترڅو نړی او د نړی نور ولسونه پدی پوه شی چی امریکا او برتانیه او پاکستان ظالم نظامی او استخباراتی ځواکونه لری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب