سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهصدیقي: د ۲ زره نورو طالبانو په خوشې کولو کې پرمختګ شوی

صدیقي: د ۲ زره نورو طالبانو په خوشې کولو کې پرمختګ شوی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: افغان حکومت وايي، تر اوسه ۳۰۰۰ طالب بندیان له زندانونو خوشې شوي دي او د ۲ زره نورو طالبانو د خوشې کولو په اړه پرمختګ شوی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په دې اړه نن غرمه خبریالانوته وویل، حکومت غواړي د بندیانو په خوشې کېدو سره مستقیم افغاني مذاکرات پيل شي.

نوموړی وايي، د طالبانو د پاتې نورو بندیانو د خوشې کولو په اړه اقدامات روان دي، خو په مقابل کې یې حکومت تمه لري چې د دوی بندیان هم راخوشې کړای شي: (( موږ غواړو دواړو لوریوته بندیان تبادله شي او مستقیم مذاکراتو ته ولاړ شو.))

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت لخوا تر دې دمه ۳ زره او د طالبانو لخوا تر دې دمه ۲زره بندیان خوشې شوي دي.
خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وايي، چې حکومت د دغو بندیانو د خوشې کولو په مقابل کې له طالبانو د پام وړ اورکم غواړي: (( موږ د پام وړ اورکم غواړو او طالبان باید مستقیمو مذاکراتو طرفته مؤثر ګامونه واخلي.))

ښاغلي صدیقي د ناټو سرمنشي د هغې وینا هرکلی هم کړی چې وايي، طالبانو لا د سولې لپاره عملي ګامونه نه دي اخیستي: (( موږ له ناټو او ټولو متحدینو سره په ګډه افغانستان کې د سولې د تامین لپاره کار کوو او له سولې وروسته د ناټو د خروج موضوع هم د بحث وړ ده.))

تر دا مهاله ناټو په افغانستان ۱۶ زره پوځیان لرل چې د سولې له هوکړې وروسته یې ۱۲ زرو ته شمیر راښکته شوی دی.

1 COMMENT

  1. پدې جمله کې د ټالب له خوا د افغان بندیانو د خوشې کولو په هکله تېروتنه شوېده ، مهربانې وکړئ او هغه اصلاح کړئ : دا په داسې حال کې ده چې د حکومت لخوا تر دې دمه ۳ زره او د طالبانو لخوا تر دې دمه ۲زره بندیان خوشې شوي دي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب