یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهرباني: زه او ملګري مې له سیاسي صحنې حذف کړای شوي یوو

رباني: زه او ملګري مې له سیاسي صحنې حذف کړای شوي یوو

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د جمعیت گوند مشر صلاح الدین رباني نن په غونډه کې نیوکه کړې چې دی او ځینې نور سیاستوال له حکومت څخه حذف کړای شوي دي.
نوموړي نن د خپل پلار برهان الدین رباني په نوم د یو بنسټ په پرانیسته کې وویل، نن سبا حکومت او د نظام ټولې سرچینې د هغو خلکو په لاس کې دي چې لویدیځوالو واک ته رسولي دي.

نوموړي خبرداری ورکړی که د اصلي طرفونو تر منځ له اجماع پرته مذاکرات پيل شي، له همغه پیل څخه به یې مخالفت پیل کړي.
نوموړي یو وار بیا د صدارتي نظام غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې د بحران لوی عامل دا و چې د نظام په شکل باندې بحث نه دی شوی.

نوموړي دا خبرې په داسې حال کې کړې دي چې په غونډه کې يې د جمعیت ډېرو کموغړو ونډه اخیستې وه.
ډېری شنونکي نیوکه کوي چې د جمعیت ګوند او نظار شورا هم تل په حکومت کې غوښنه ونډه ترلاسه کوي او هم یې په مخالفت لاس پورې کوي.

پخپله رباني ۵کاله د بهرنیو چارو سرپرست وزیر و چې دا وزارت د عبدالله په ونډه کې رسېدلی و او په ۱۴۰۰ ګمارنو کې یې ۴۰ سلنه په واسطه او نوره لویه فیصدي یې په قومي او کمو تعلیمي تړاوونو کړې وې.
اوس هم عبدالله، جنرال دوستم او امرالله صالح د نظار شورا لپاره لوی امتیازات اخلي.

3 COMMENTS

  1. له پلار سره دې الله تعالی جهنم ته ورښکته کړه. پلار دې چا راوستی وو؟
    پلار خو دې نصيرالله بابر او کرنيل امام او نورو پخپلو کتابونو لا څه ان چې نړيوالو هم پخپلو کتابونو کې ښه بربنډ کړي دي.
    The Five Evils who destroyed Afghanistan:
    Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

    Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

    Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood, Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

    Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.
    پلار خو دې د همدې غرب انډيوالانو راوستی دی. تاسې څه فکر کوئ چې پلار به مو الله تعالی وبښي؟

  2. د ملاصلاح الدین رباني خوله به د ټولې نړۍ په خاورو هم مړه نشي . فکر کوم که ملا رباني د افغانستان ولسمشر هم وي ، بیا به هم د افغانستان د خلکو په مقابل کې اپوزیسیون وي . داسې رواني مریضان باید لومړی د علي آباد روغتون ته د تداوي لپاره یووړل شي چې لږ عقل یې سرته راشي .

  3. ټول تنظیمونه، خو په ځانګړې توګه د جمیعت تنظیم یو تر ټولو فاسد، خاین، جاسوس او فاحشه تنطیم دی. دا تنظیم په مکر او چل ول کې تر ټولو مخکې او بدنام دی. رباني، مسعود او نور یې پرته د یاد شوو صفتونو څخه بل څه لري؟ دوی د هېواد د ملي ګټو لپاره څه کړیدي؟ افسوس چې مونږ پښتانه یووالی نه لرو او مشران مو دغو هېواد پلورونکو ته احتیاج دي. مړه دې دوی ټول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب