چهارشنبه, مې 22, 2024
Home+د دویمې دورې متن او لنډ وضاحت| هاشمي 

د دویمې دورې متن او لنډ وضاحت| هاشمي 

هر انسان د خپلو حسونو پر بنیاد له ټولنې اغېزمن کېږي چې په دوی کې ځینې دا صلاحیت لري، چې خپله داخلي نړۍ ترسیم کړي او د حال او تېر مهال د مشترکو اغېزو له امله د خپل زړه خبرې ولیکي. له پخوانیو متونو څخه ډېرې ارزښمتنې موضوعګانې تر لاسه کولای شو. متن د ټولنې هویت ثابتوي، په تېر کې انساني پرمختګونه ښکاره کوي، د حال او تېر اړیکې ثابتوي، د راتلونکي وړاندوینه کوي، سیاسي کشمکشونه او حالات ښيي. اقتصادي، تاریخي، جغرافیوي، رواني او داسې نورې خبرې ترې ثابتېدای شي.

د ټولنیز لاشعور اغېزې په متنونو کې وي او د دروني شهادونو په ډول ډېرې پخوانۍ خبرې ترې لاس ته راتلای شي او د انسان اجتماعي ناځانخبرې ورسره اړیکې لري. موږ په حال کې د تېر مهال تر اغېزو لاندې یو، هغه تېرې خاطرې چې وراثت څخه راته پاتې دي، په ناخود اګاه کې ذخیره شوي دي، هغه چې له سلګونو او زرګونو کلونو موږ ته را پاتې دي او په حال کې پر موږ اغېز لري، د ټولنیزې ناخوداګاه سره اړیکه لري او په متونو کې د یوې ټولنې ټول پرمختګونه وروسته پاتې والی ورسره اړیکه لري. په حال کې د دې وړاندوینه ستونزمن دی چې راتلونکی به ښه او یا خراب وي. ټول پرمختګونه د ټولنې سره اړیکه لري او په راتلونکي کې ټولنه هم پرمختګ کولای شي او هم ستونزې پکې زیاتېدلای شي.

متن او انسان پېژندنه

هر متن د یو انسان په وسیله لیکل کېږي او لیکوال خپل د ټولنې حالات، انساني پرمختګونه، انساني اخلاق او همدارنګه هغه څه چې د انسان پوهنې پورې اړه لري، په ارادي او غیر ارادي ډول یې وړاندې کوي.

د دویمې دورې له متونو څخه د وخت انساني حالات ثابتېدای شي، د دوی عقیده او داسې نور…چې ښه بېلګه یې د دستارنامې اثر دی چې د انساني راستۍ، خاموشۍ، خلقت، مروت، عفو، عدالت او انصاف، همت، حلم او داسې نور مسایل یې وړاندې کړي دي. دستار نامه د انسان پېژندنې په اړه ډېرې خبرې لري. موږ د خوشحال له متن څخه دا ثابتولای شو، چې دی څنګه انسان و، د ده د وخت خلک څوک دي او کومې سمې او ناسمې ځانګړې یې درلودې.

د انسان پېژندنې بحث څو اړخیز دی، خو زما موخه هغه انسان پېژندنه ده چې د انساني کړو وړو سره اړیکې لري او د انسان ښې او بدې ځانګړې پرې بېلولای شو. همدارنګه د روښان او ځینو لارویانو شخصیت یې له متونو پېژندلای شو، د مخزن له متن څخه د اخوند دوریزه شخصیت ښکاره کېدای شي او همدارنګه د هر متن شاته او یا هم په داخل کې داسې مسایل شته چې د ټولنې تېر پرې معلومولای شو.

متن او ارواپوهنه

له متونو څخه فردي او ټولنیز روان معلومولای شو. هر متن یو نه یو ډول اجتماعي روانشناسي شرحه کوي. د بېلګې په ډول د دستار نامې په یوولسم هنر «معاشرت» او دولسم هنر «د اولاد تربیت» کې ډېر داسې مسایل شته چې د ارواپوهنې د علم په وسیله یې ښه تفسیرولای شي. خوشحال مېندو ته لارښوونه کوي، چې د باردارۍ په وخت کې څه شی وخوري، له ویرې او اصظراب څخه ځان وساتي، دروند پیټی پورته نه کړي. همدارنګه د تربیتي ارواپوهنې د نویو اساساتو په ډول دا لارښوونه کوي، چې د ښوونې او رزونې موخه څه ده، ښوونیز نصاب او د تدریس د مېتودونو یادونه کوي او د وراثت او ټولنې خبرې یې هم د ارواپوهنې سره اړیکه لري.

په لومړیو وختونو کې فلسفه د علومو د مور په ډول مطالعه کېده او ارواپوهنه یې د نورو علومو په ډول یوه برخه وه، چې ښې بېلګې یې د «اپلاتون ـ Plato » په لاس د «سوکرات ـ Socrates » د مکالمو په لیکنو کې دي چې د ارواپوهنې له اړخه شننې ته اړتیا لري، له ده وروسته د اپلاتون «جمهوریت» او د «ارستوـAristotole» «نیکوماخوس» اثار ارواپوهنیزې خبرې لري. پوښتنه دا پیدا کېږي چې ارواپوهنه معاصرې او مودرنیتي دورې کې د یو اساسي علم په ډول د مطالعې برخه وګرځېده، نو بیا ولې د ډېرو هغو پوهانو په ویناوو کې داسې ارواپوهنیز نظریات پیدا کېږي چې ډېر وروسته د یو علم په ډول منځ ته راغلي دي؟ د بېلګې په ډول د پښتو ادبیاتو خوشحال د ماشوم د ذهن د پاکوالي خبره کوي چې په سلګونو کلونو وروسته د سپني لوحې نظریه ثابتېږي. د دې خبرې ځواب دا کېدای شي چې د ارواپوهنې ډېر بحثونه د انساني سلوک سره اړیکه لري او د انسان لخوا نظریاتو او افکار وړاندې کول، په غیر ارادي ډول انساني بحثونه وي.

متن او سیاستپوهنه

خیرالبیان، مخزن السلام، حالنامه، دستار نامه او د دویمې دورې داسې نور اثار د وخت د سیاست اړتیاوو پر بنیاد لیکل شوي دي. له دغو متونو څخه ډېر داسې مسایل لاس ته راتلای شي چې د وخت سیاسي حالات پرې معلومولای شو. د دستار نامې او سیاست نامې او قابوس نامې د محتوا پرتلیزه پلټنه که وشي، نو دې پایلې ته رسېږو چې دستار نامه د وخت له سیاست سره اړیکه لري. کله کله د داخلي شهادتونو پر بنیاد په متونو کې له داسې یادونو او خبرو سره مخامخېږو چې له سیاست پوهنې سره مرسته کوي. د بېلګې په ډول د ملالې ټپه د یو سیاست پوه لپاره د واقعې ځای او وخت ښودلای شي، د خوشحال منظومې او منثورې ویناوې د سیاسي موضوعګانو یادونه کوي.

متن او ټولنپوهنه

لیکوال د ټولنې اغېزمن کېږي، د ده د حسونو په وسیله په ده کې یو تحرک او جذبه پیدا کېږي، داخلي تاثرات یې د ټولنې تر اغېز لاندې راځي. که ټولنه نه وي، متن نشته، یعنې متنونه په ټولنو کې پیدا کېږي. د ټولنپوهنې ډېر مسایل په متنونو کې شته. د دویمې دورې په متونو کې ټولنیزه ارواپوهنه، سیاسي او اقتصادي خبرې، د قوم، وګړیو، ژبو، تاریخ، انساني جغرافیه، انساني ایکولوژي او داسې نور…د ټولنپوهنې موضوعګانې دي.

متن او لیډرشیپ

د خوشحال په دستار نامه کې د سړیتوب او لیډرشیپ د قابلیت درجه د دستار د تړلو زیاتوالی یې کمیتي موضوع ده او «د دستار سړي په شمار دي» د کیفیت یادونه کوي. د کمي او کیفي دغه تغییرات یو فلسفي بحث ته لار هواروي او د ښوونې او روزنې لپاره د ده دستار نامه د لیډر شیپ د تکامل لپاره مسیر ټاکي. له میلاد څخه په سلګونو کلونو مخکې سوکرات، اپلاتون، ارسطو او په معاصره دوره کې هیګل د کمي تغییراتو څخه د کیفي تغییراتو ته په ارزښت ورکولو باورمند وو، چې خوشحال هم د دستار سړي په شمار ګڼي خو دستار د ډېرو خلکو په سرونو دي، یعنې د انسان په نوم د نړۍ انسانان یادیږي، چې په ذاتي ډول انسانان پیدا شوي دي او دنننی او بهرنی رغښت یې د انسان دی، خو د سم او کامل انسان ځانګړنې په ډېرو کمو انسانانو کې شته. نو بناً هر ښه او خراب انسان د جوړښت له مخې یو شان دي، خو د کیفیت له مخې سره توپير لري، نو ځکه د اقلیت او اکثریت تعریفونه سره توپير لري، پرمختللو ټولنو کې سرونه نه شمېرل کېږي، مغزونه شمېرل کېږي!!!

خوشحال خان ډېر اولادونه درلودل، چې ځينو یې د واک ته د رسېدلو او یا هم ځینو نورو ستونزو له امله له کورنۍ بې اتفاقۍ سره مخامخ شول، نو ځکه یې د یو مشر او لیډر لپاره یې داسې ځانګړنې غوره کړې چې د ده ځینې هغه زامن چې له ده سره ستونزه درلوده، د مشرۍ ګدۍ تر لاسه نه کړي.

متن او ورزش

ورزش د نوي علم په ډول په نړۍ کې منځ ته راغلی دی، خو تاریخي پس منظر یې ډېر پخوانی دی او په غیر تخصص ډول موجود وو. په حماسو او اسطورو کې د نړۍ د لومړني انسان «کیومرث ـ Keyumars» یادونه د یو پهلوان په ډول کېږي او یا هم د «خضـر» یادونه چې مرګ نه لري او د تلپاتې ژوندون څښتن دی، چې په انګریزي ادبیاتو کې«سوپر مین ـSuper man»او په پارسي ـ دري ادبیاتو کې د «انسان کامل ـ Al-Insān al-Kāmil» یادونه چې کېږي، په فزیکي او رواني لحاظ داسې پیاوړي انسانان دي چې ساری یې نه لیدل کېږي او له نورو انسانانو څخه د فزیکي او معنوي قوت له مخې توپير لري.

د سومریانو په لومړنۍ حماسې کې «ګلګمېش» او «انکېدو» عادي انسانان نه دي، له دوی هر یو سره په لسګونو کسان زور ازمايي نه شي کولای او یا د پښتو ادبیاتو د لومړني شاعر په اړه ویل کېږي چې د سلو کسانو سره جنګېده، د دومره ډېرو کسانو سره مقابله او مجادله کول، فزیکي او رواني قوت ته اړتیا لري چې په زرګونو کلونو مخکې په لسګونو داسې بېلګې په علومو کې لیدل کېږي. 

د خوشحال خان په دستار نامه کې شپږم هنر د اب بازۍ دی، اووم هنر د اسپ تازۍ، نولسم هنر د سطرنج او داسې نورې بېلګې په متن کې لري، چې ورزش په دایره کې څېړنې ته اړتیا لري.

متن او د خودشناسۍ فلسفه

خوشحال انساني شناخت ته ارزښت ورکوي او د الله تعالی د پېژندنې لپاره ځان پېژندنه مهم ګڼي. د دستار نامې لومړنی هنر د ځان پېژندل دي.

د خوشحال په شعرونو کې خودي د اسلام له اړخه څېړنې ته اړتیا لري، خو د ځینو پوهانو په شعرونو کې خودي بیا د ارواپوهنې له بعده بحث ته اړتیا لري، چې د بېلګې په ډول ځانځاني ښامار یې ښه بېلګه ده. خودي د بیګانه برعکس، اشنا، اهل او نږدې ته ویل کېږي. پارسي/دري شعر دی: «چو خود را از نیکان شمردی بدی ـ نمې ګنجد اندر خدايی خودی.» سعدي وايي: «چو نیکت بګویم بدی می کنی ـ نه با کس که بد با خودی میکنی.» د خوشحال خودشناسي د دې وینا «من عرف نفسه فقد عرف ربه» شرحه او توضېح ده. 

په پای کې د دې خبرې یادونه اړینه ګڼم چې د دویمې دورې په نثرونو کې د معنا له مخې ډېرو مهمو موضوعګانو ته اشاره شوې ده، چې په هرې خوا یې ډېر بحث کېدای شي.

د البیروني پوهنتون استاد پوهنمل فهیم بهیر دغه اثر«پښتو ادب منځنۍ دورې نثر» د مرستندوی تدریسي اثر په ډول د ارزښت وړ دی او په راتلونکي کې ورته د نورو علمي کارونو بریاوې غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب