لوبې خو ټولې لوبې دي، خو د شطرنج لوبه بیا ډېره په زړه پورې او سیاسي لوبې ته ډېره ورته لوبه ده.
د شطرنج په لوبه کې دوه برخوال یو د بل په مقابل کې په وسله واله جګړه بوخت وي. د لوبې دواړه غاړې د بریالیتوب شعارونه ورکوي.
مطبوعات، رسنۍ او ټول خپل او پردي د یوه یا د بل تر څنګ ولاړ وي. یا يې د بریالیتوب له پاره دعاګانې کوي او یا ور سره مادي او معنوي مرستې کوي.
سياسي لوبه کوونکي د لوبې له پاره د شطرنج په څېر يوې موخې ته اړتیا لري. په شطرنج کې له لوبې څخه موخه د يوې خوا اتل کېدل او د مادي ګټې لاس ته راوړل وي.
د لوبې د موخې لاس ته راوړلو په خاطر پرسونل ته اړتيا وي، تر څو لوبه جریان پیدا کړي او په ښه شکل پر مخ لاړه شي.
په شطرنج کې د لوبې له پاره پرسونل له سرتېرو څخه نیولې تر وزیره او پاچا پورې په دې نه پوهېږي چې د څه له پاره لوبه کوي. د چا له پاره مري.
د لوبې په پای کې په دې هم نه پوهېږي چې دواړه غاړي په مساوي توګه يوې کندې ته لوېږي او په دې هم نه پوهېږي چې د دوی د دواړو د قربانۍ او بربادۍ له امله د لوبې یوه غاړه د لوبې د ډګر اتل کېږي.
آیا فکر نه کوئ چې په سیاسي لوبه کې هم د شطرنج په څېر د دواړو غاړو پرسونل چې په لوبه کې ښکته پورته کېږي د لوبې په پای کې یو ځای يوې کندې ته لوېږي، او تر اخره يې په دې سر نه خلاصېږي چې لوبه د څه له پاره او د چا له خوا پر مخ وړل کېږي؟
که لږ په خپل هیواد کې روانې لوبې ته ځیر شو، سمه د شطرنج لوبه روانه ده. نور محمد تره کی او حفیظ الله امین له خپلو ډلو سره د نابودۍ يوې کندې ته ولوېدل.
د ببرک کارمل او داکټر نجيب الله سرنوشت هم د دوی په څېر شو. مجاهدین هم د خپلو مخالفانو په څېر د نابودۍ په کنده کې دي او تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د چا له پاره ښکته او پورته کېږي.
اوس هم د شطرنج په څېر لوبه روانه ده، ټول په دې لګیا دي چې ډېر ووژل شي، ډېر یو او بل ته زیان ورسوي، خو بې خبر له دې چې لوبه اصلا د چا ده او د څه له پاره جریان لري.
دې ته هم متوجه نه دي چې د لوبې په پای کې بریالیتوب د دوی نه بلکې د لوبه کوونکي دی او دوی دواړه خواوې په يوې تورې او د نابودۍ کندې ته لوېږي.
هوښیار ملتونه هيڅ وخت د شطرنج دانې له ځانه، نه جوړوي او د نورو د خوښۍ او ناروا ګټو له پاره ځانونه نه قربانوي.
په درنښت
سلامونه،
ګران ورور جنرال وزيري صیب!
ډیره جالبه لیکنه او تشبیه مو کړې ده.
دلته ماته ۲ پوښتنې پیدا کېږي : ۱- آیا د خدای تعالی رضا وي په دې چې د سطرنج دانې تر آخره د لوبوونکي له خوا کندو ته ولویږي یعنې ووژل شي؟
۲- په ټولنه کښې د امنیتي او دفاعي چارواکو چالونه نه دي چې د خپلو ترفیعاتو یا مادي امتیازاتو لپاره د ولس اولاد ( عساکر او پولیسان ا.د.ن. ) په جبر جنګونو ته لېږي او مخصوصاََ د خارجیانو د لاسونو آله کېږي او په یوه او بله بهانه ېې د وژلو باعث کیږي او د کورنیو د بربادیو او په پای کښې وطني ناورینونه مینځ ته راوړي ( انقلابونه، کودتاوې ا.د.ن.)
که وخت ولرئ اودسطرنج له لوبې او د خپلې جنرالۍ له تجربو څخه په الهام که ځواب راکوئ هم خوښه مو که نه هم؟؟. درنښت.
زما مقصد دا دی چې د خوږ هیواد یا وطن د سطرنج تخته او لوبې په صلحه ختمه شي نه د اړو دوړ او بیا کندو ته لویدلو.!