جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاشکمش: مدرسه کې چاودنې ۷ طالبان وژلي ۸ ژوبل دي

اشکمش: مدرسه کې چاودنې ۷ طالبان وژلي ۸ ژوبل دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د تخار امنیه قومنداني وايي، اشکمش ولسوالۍ کې پر یوه مدرسه د هاوان توغندي چاودنې له امله ۷ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
د چارواکو په خبره د پېښې قربانیان ټول د مدرسې طالبان دي چې عمرونه یې له ۱۸ کلنۍ کم دي.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر تاند ته وویل، پېښه نن له غرمې وړاندې یوولس بجې د اشکمش ولسوالۍ په شهر کهنه کلي کې شوې ده: (( طالب زده کوونکو دغه هاوان توغندی غوښتل چېرته یې انتقال کړي خو چاودنه یې پرې کړې ده.))

نوموړی وايي، په پېښه کې دوی ته د ۷ تنو مړینه او د ۸ تنو د ژوبلې خبر تایید شوېده، خو دوی به یې د نوعیت او تلفاتو په اړه لا زیاتې پلټنې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په زیاتره مدرسو کې مهتمم کسان او مسوولین چاودیدونکي توکي ساتي او د ماینونو جوړولو لپاره ترې کار اخلي چې وخت ناوخت داسې پېښې هم په کې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...