جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريله سیاسته لیرې| جنرال دولت وزیري

له سیاسته لیرې| جنرال دولت وزیري

مېږیان:

مېږیان چې په نړۍ کې یې تر ۱۰،۰۰۰ زیات ډولونه شته، ټولنیز ژوند لري. چا به تر اوسه نه وي ليدلی چې کوم مېږی دې له نورو مېږیانو څخه جلا خونه ولري او یا دې جلا ژوند وکړي.

مېږیان هم د انسانانو په څېر د نسل او شکل له پلوه ډول- ډول دي. د بېلګې په توګه واړه تورپوستي مېږیان، واړه سورپوستي مېږیان او غټ مېږیان شته، چې زموږ په وزیرو کې ورته فرنګي مېږیان وايي.

د ټولنیز ژوند له پلوه د مېږیانو په کورنۍ کې درې ډوله مېږیان شته.

 نارینه مېږیان:

تر شپږو اوونیو پورې ژوند کوي او په خپله کورنۍ کې د دوی دنده یوازې د نسل زياتول دي.

ښځينه مېږيانې:

 دوی له لسو څخه تر دوولسو کلونو پورې ژوند کوي او دنده يې له نارينه مېږیانو سره یو ځای د نسل تولید او زياتول دي.

شنډ یا کارګر مېږیان:

 دوی له درېیو څخه تر څلورو اوونیو پورې ژوند کوي، دوی د نسل په تولید او زياتولو کې هېڅ رول نه لري، یوازنی کار يې د اذوقي او خوړو راټولول او کار کول دي.

انسانان هم د ټولنیز ژوند له پلوه د مېږیانو په څېر په دری ډوله دي: نارینه، ښځینه او خنثی یا کوسا هم ورته وايي.

په انسانانو کې هم نارينه او ښځينه د نسل په تولید او زياتولو کې برخه اخلي او کوسا انسانان بيا د نسل په زیاتولو کې کوم رول نه لري، خو دوی د مېږیانو بر خلاف اړ نه دي چې د نورو له پاره اذوقه برابره کړي.

د مېږیانو په ژوند کې د دوی ښکرونه ستر رول لري، دوی هم د انسانانو په څیر له دښمن سره د جګړې له پاره وسلې ته اړتيا لري او هغه وسله د دوی ښکرونه دي.

دوی له خپلو دښمنانو سره د جګړې پر مهال له خپلو ښکرونو څخه کار اخلي او د دوی ښکرونه ویلای شو چې جامع الکمالات دي. د دوی ښکرونه (۷ بندونه ) لري او هر بند يې بیله بیله دنده ترسره کوي.

لومړی بند:

 دوی د دې بند په واسطه دوست له دښمن څخه جلا کوي.

دويم بند:

 د دې بند په واسطه دوی خپل کور له بل کور څخه جلا کوي.

درېيم بند:

 د دې بند په واسطه ښځینه مېږیان معلوموي.

څلورم بند:

دوی د دې بند په واسطه خنثی یا کارګر مېږیان پېژني.

پنځم بند:

 د دې بند په واسطه خپل نژاد او هم نوعه له نورو څخه جلا کوي.

شپږم بند:

د دې بند په واسطه دوی هغه مېږیان پېژني چې له دوی سره په یوه استوګنځای کې اوسېږي.

اووم بند:

د دې بند په واسطه دوی خپله لاره په نښه کوي او له لیرې څخه خپل کور پیدا کولی شي.

وايي: «ميږيانو ته چې خدای(ج) په قهر شي وزرونه يې کېږي.»

کله چې نارينه مېږیان له ښځینه مېږیانو سره یو ځای کېږي وزرونه يې کېږي او په هوا کې له ښځینه مېږیانو سره له یوځای کېدو وروسته ځمکې ته رالوېږي او له منځه ځي. ښځینه مېږیان خپل وزرونه په يوه حرکت له ځانه لیرې کوي او خپل کور ته ځي.

کله نا کله چې خدای تعالي انسانانو ته په قهر شي د ورکېدلو له پاره يې وزرونه وشي، بې اتفاقه شي او یو د بل پر ضد راپورته او د خدای(ج) په قهر اخته شي.

ورور خپل ورور، پلار خپل زوی او بیا ټول د یو او بل په وژلو پيل وکړي.

 د خلاصون لار په یووالي کې ده. په یووالي کې ژوند او د خدای(ج) رضا وي.

د ایټوپیا یو متل دی: کله چې غڼي (جولاګکې) یوموټي وي، دوی یو قوي زمری هم تړلی شي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب