جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهتېرو ۲۴ ساعتونو کې یونیم زر هېوادوال له کورونا روغ شوي دي

تېرو ۲۴ ساعتونو کې یونیم زر هېوادوال له کورونا روغ شوي دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۲۸مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴   ساعتونو کې یې له ۱۳۰۱ مشکوکو سمپلونو څخه د کورونا ۶۵۸ مثبتې پېښې ثبت کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تېره ورځ په لومړي ځل هېواد کې له کورونا څخه ۱۵۰۲ تنه روغ شوي دي.

د وزارت د راپور له مخې، تېره وءځ ۵۹۶ تنه په کابل، ۶۷۵ تنه په هرات، ۲۵تنه په کندهار او ۲۹ تنه په بلخ کې روغ شوي دي چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۷ زره ۶۶۰ تنو ته لوړ شوی دی.

راپور وايي، په دې سره ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۲۷ زره، ۵۳۲ ته لوړې شوې، خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لومړي ځل لپاره کورونا په افغانستان کې د رسمي شمېرو له مخې تر ټولو زیات ۴۲ تنه وژلي دي.

تاند ته د عامې روغتیا وزارت په ورکړیو شمېرو کې راغلي، تېره ورځ ۱۹ تنه په هرات، ۱۷ په کابل، ۳ په فاریاب او یو تن په بلخ کې کورونا ویروس وژلی دی، چې ورسره د ټولو مړو شمېر ۵۴۶ تنوته لوړشوی دی.

د رسمي ارقامو له مخې افغانستان تر دا مهاله د کورونا ۶۱ زره ۵۹۹ ټیستونه کړي دي چې له دې منځه یې ۲۷ زره ۵۳۲ مثبت وو، خو د ۷۶۶۰ تنو په روغېدو اوس مهال فعالې پېښې ۱۹ زره ۳۲۶ پاتې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب