شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهنبیل: د خلیلزاد سوله، سوله نه بلکې د پاکستان او امریکا تر...

نبیل: د خلیلزاد سوله، سوله نه بلکې د پاکستان او امریکا تر منځ معامله ده

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د خلیلزاد د افغان سولې پروژه تر پوښتنې لاندې راوستې او هغه یې د پاکستان او امریکا معامله بللې ده.

نبیل تیره شپه د شمشاد په نوم له یو خصوصي تلویزون سره په مرکه کې وویل، د سولې په نوم پیل شوې لوبه، یوازې د پاکستان او امریکې ترمنځ معامله بللی شو او په وینا یې چې د خلیلزاد په ھر حرکت باید شک وشي، ځکه ھغه په ۱۹۹۵ کې د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لابي کوله.

نوموړي وویل، خلیلزاد شخصي اجنډا مخته وړي او په خبره یې چې اوس یې زوی د یوہ امریکايي نړیوال شرکت رئیس دی، چې تقریبا ۳۳ میلیاردہ پانگه لري او د منځنۍ اسیا په ھېوادونو کې د کانونو برخه کې په کار بوخته دہ.

نبیل پر طالبانو تور ولګاوه چې لا هم د پاکستان لخوا تمویلیږي، له نړیوالو تروریستي ډلو سره یې اړیکې نه دي پرې کړې او اندیښنه یې وښوده چې طالبان غواړي د فاتحینو په څیر کابل ته راشي.

رحمت الله نبیل زیاته کړه، د ډاکتر نجیب او د اوس وخت سوله ھم په ځینو برخو کې د هغه وخت سرہ شباھت لري: (( مثلا ھغه وخت یو منظم مقتدر نظام د تروریستانو مجاھدینو سرہ د میز مقابل لوري ته کېناسته اوس بدبختانه چې د جمھوریت ډله به د څو فکرونو او اجنډاو سرہ د میز یوې خواته کښېني چې دا حالت بیا خطرناکه دی۰))

تر دې وړاندې حمدالله محب هم د خلیلزاد د سولې پروژه یوه دسیسه بللې وه او ویلي یې وو چې نوموړی غواړي د پخوانې بریټانوي هند په څېر افغانستان کې د وایسرای رول ترسره کړي.

همدا راز ګڼ نړیوال او امریکایي سیاستوال هم د خلیلزاد له هڅو سره مخالفت ښودلی او په دې سربیره د طالبانو د زیاتې ټویټري طرفدارۍ له کبله نوموړی د طالبانو په ویاند مشهور شوی دی.

5 COMMENTS

  1. افغانان باید خبر وی۰د طالیب سره معامله د پاکستان اجندا ده او خلیل زاد د خپلو ګټو په لټه کښی هم دی۰
    طالیب ته د مکمل او یا یوه برخه واک او قدرت سپارل بلکه پاکستان ته سپارل دی۰
    نو باید د سولی په هره کوچنی موضوع باید بیدار اوسو او باید د دکتور اشرف غنی ملاتړ وکړی۰
    د اشرف غنی د نوم نه باید دا تور خذف شی چه دشمن تبلیغ کوی ګواکی اشرف غنی د سولی مخالف دی نه خیر /خلیل زاد د پاکستان او ځان لپاره په ګټه پسی ګرځی۰
    مننه

  2. دا خو معلومداره خبره ده چې نه دا جنګ زمونږ دې او نه دا سوله زمونږ ده. طالب هم د بل په اشاره نڅا کوي او خلیلزاد خو ښکاره امریکايی دی او د خپل نوم او ګټو لپاره د بل پروګرام چلوي. خو بدبختانه چې زمونږ په هیواد او دولت کې هم ازاد انسان نشته چې شاته یې د بل لاس نوي. دولت سل فیصده مفسد او خاین دی او اشرف غني د مفسدینو سردار دی. تر څو چې ملت اواز پورته نکړي او واک وانخلي دا هیواد د لاسه وځي او د افغان نوم په ورکیدو دی.

  3. محترم سلیمان صاحب ، همداسی ده ، اما ملت ئي په وچه ډوډی پسی سرګردان کړۍ دی او دا ۴۲ کاله د تباهی اور ملت کاملآ له هری خوا زندانی کړۍ دی د ملت اواز له خارج څخه د افغانانو له خوا باید شروع شی او ځانونه یوازی په نوشتو محدود نکړی! د کابل حکومت او د قاتلانو ګروپونه ټول د اجنبیو غلامان دی اوددی غلامو حلقو کښي اشرف غنی هم شامل دی دا ئي دوه ځلی عملآ ثابته کړه !!!

  4. سلام
    راځی چې دخلیل دیپلو ماسی پرېږدو داساسی قانون ۲۳ او ۵۱ مادو ته لاړشو چې داتباعو په برخه کې څه وایی. فسادپه نظام کې څه ډول اغیز لری او مسولیت یې دچا په لاس دی ؟ دابه پریږدو چې کلبی څوک دی او مقصود څوک . هرڅوک خپلو ګټو پسې منډې وهی یو کس ماته را وښیی چې د فی سبیل الله په لاره کې یی ډیره کمه فیصدی دعدالت او حق غږ پورته کړی وی . بدی چېرې ده د تاند به وېب پاڼه کې یو عنوان دی زماډیر خوښیږی وایی :همدداکوم همدا ! دافغانستان بی حیا جنایت کاران همدلته دی
    رحمت الله نبیل خان څخه اوله نورو سیاسیونو زما پوښتنه داده چې داخلک خو پاکستانی ول نن دبین الافغانی په نوم دکابل حکومت د خبرواترو له لارې پاکستانیوسره د سولې په لټه کې دی . دبن په ککړه او منحوسه معاهده څوک نه ول ښکاری چې نبیل د تاریخ جبر باندې نه بوهیږی

  5. ولی رحمت الله نبیل مخکی له مخکی چی د امریکا او طالبانو ترمینځ توافق نه وو شوی دا راز یی نه افشا کوو لومړی باید هغه کسان چی بن په کنفرانس کی شرکت کړی دی باید محاکمه شی ترڅو ولی دومره لوی زیان یی دی ملت واړوه او ددی ۱۹ کلنی جګړی قاتلین همدا د بن کنفرانس شرکت کوونکی دی نو همدا کسان باید لومړی محاکمه بیا همدا ولس را پورته شی او خلیلزاده پوښتنه وکړی چی افغانستان ولسمشر یا وزارت خارجه درلوده که نه، کچیری درلوده نو ته څه کاره یی چی د افغانستان په سر له پاکستان سره معامله کوی

    دا پوښتنه هم اړینه ده چی وشی چی پاکستان د جنګی ډلو ټپلو مالی او نظامی ملاتړ کوونکی ده که نه کچیری وی بیا ولی همدا امریکا یی په تور لیست کی نه اچوی او اقتصادی بندیزونه نه ورباندی لګوی

    مګر همدی ولس ولیده کله چی اشرف غنی وویل چی عبدالله او اجرایه ریاست چیلک اندازه اداره ده نو دوهم ځل لپاره یی نه غواړم همدا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغان دولت یو نیم ملیلیارد ډالر بند کړل

    یو ورځ می ملګری قصه کوله چی برتانیه کی په یو پوهنتون کی محصلینو ته سوال راغلی وو چی هغه کوم هیواد دی چی په خزانه ناست دی او مشران یی نوری نړی ته ګدایی کوی

    ویل چی یو محصل لیکلی چی هغه افغانستان وو مګر زیاترو د نورو هیوادونو نومونه لیکلی وو مګر دا زموږ لپاره شرم ده چی زیاتی اوبه لرو مګر موږ بیا هم په وارداتی برښنا باندی تکیه کوو چی زیاتره وخت بیا د همدی برښنا پایی د طالبانو او شمالی ټلوالو بدماشان باج اخیستلو لپاره غورځوی نو کچیری دولت د ځان بساینی لپاره کار کړی وی او خپلی ټولی تصدیانی یی فعالی کړی وی نو نن ټول ولس په کار شوی وو او بیکاری او فقر به په هیواد کی نه وو مګر وګوری چی افغانستان ته پدی ۱۹ کالو څومره وړیا خیراتی پییسی راغلی مګر یوه فابریکه یا زرعتی یا قوی برښنایی بند جوړ نشو

    ځکه موږ په کنړ او جلال آباد کی زیاتره قوی د برښنایی بندونو جوړولو ظرفیتونه لرو مګر دولت له پاکستان سره چهنی وهی مګر بیا د ایران سره په شریکوو اوبو کی د امریکا خوشحالتیا لپاره د کمال خان او بخش آباد او کجکی بند باندی کار کوی مګر د کنړ او جلال آباد په بندونو باندی یی سترګی پټی کړی

    پدی ۱۹ کالو کی په داسی معادن باندی اساسی کار ونکړ چی ولس فقر او بیکاری وژغوری مګر اضافه یی زیاتره معادن باندی مافیایی کړی مسلط شوی او دولت یی دهغوی د شړلو توان لا تر اوسه پیدا نکړ

    دولت تل له مافیایی کړیو او د شمالی ټلوالی له زورواکو سره معامله کړ او ځان یی ورته تسلیم کړی مطلب دا چی پدی دولت او نظام کی تنها شمالی ټلواله حق لری او نور هیوادوال دی خاوری وخوری

    ځکه ددی ټلوالی مهمو څیرو په بن کنفرانس کی شرکت کړی ترڅو امریکا ووایی چی زه په زور بلکی بن کنفرانس د تړون او شرایط په اساس راغلی یم. مګر داسی هم ویل کیږی نبیل باندی اوس تور دی چی خلیلزاد باندی د حملی پلان درلود داسی ښکاری چی نبیل کله کله رښتیا خبری کوی داسی نه چی د نورو سیاسی څیرو په شان ترور یی کړی چی بیابه پړه طالبان په غاړه واخلی

    مګر داسی هم ښکاری پاکستان ته به یی ددی شخص د وژلو لپاره خلیلزاد مخکی له مخکی یو څه منلی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب