شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونههیواد کې د کورونا ناروغان ۲۸ زره او ۸۳۳ تنه شول

هیواد کې د کورونا ناروغان ۲۸ زره او ۸۳۳ تنه شول

 تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو څلرویشت ساعتونو کې یې د کورونا ویروس۴۰۹ مثبتې پېښې ثبت کړې دي

روغتیا وزارت نن یکشنبه تاند ته په استولي معلوماتي لیست کې ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کوروناویروس د ۱۰۰۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۴۰۹ یې مثبتې ثابت شوي دي چې په دې سره په افغانستان کې کوروناویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۸۸۳۳ ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۱۸۴ په کابل، ۳۸ هرات، ۱۹ کندهار، ۱۵ ننګرهار، ۱۲ تخار، ۳ بامیان، ۲۹ بغلان، ۳۳ بادغیس،۱۱ غزني،۱۰ کندز،۸ پروان، ۸ نیمروز،۱ کونړ، ۸فراه،۸ کاپیسا،۱۵ بدخشان او ۷ په زابل ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې تازه په څلورو ولایتونو کندهار، ننګرهار، غزني او زابل ولایتو نو کې ۱۲ تنه د کورونا ویروس له امله مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۵۸۱ تنو ته لوړ شوی دی.

په تیرو ۲۴ ساعتونو کې۴۷۲ تنه بیرته له کورونا ویروس څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۸۷۶۴ تنو ته لوړ شو.

د یادونې ده چې د نن یکشنبې تر غرمې پورې په نړۍ کې ۴۶۴۴۹۱ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اته میلیونه نور پرې اخته شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب