Homeخبرونهد اتمر په مشرۍ د افغانستان لوړ پوړی پلاوی ایران ته رسیدلی

د اتمر په مشرۍ د افغانستان لوړ پوړی پلاوی ایران ته رسیدلی

تاند، یکشنبه، د سرطان لومړۍ: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر چې د اووه وزارتونو، پنځو خپلواکو ریاستونو ، د ولسمشر د حقوقي سلاکار دفتر او د ملي امنیت شورا دفتر څخه د ۴۵ کسیز پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی، نن یې لومړۍ لیدنه له جواد ظریف سره کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه لیدنه کې له ایراني چارواکو سره د افغان کارګرو د وژنې وروستیو خونړیو پیښو ته د رسیدنې، د بیا تکرار د مخنیوي لپاره د یوې لارې موندلو ، د دوه اړخیزو همکاریو سند د پیاوړتیا په تړاو خبرې اترې او بحثونه شوي دي.

همدا راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لویدیزې اسیا عمومي رییس سید رسول موسوي هم د حنیف اتمر د سفر هدف دا ښودلی چې د دواړو هیوادونو د اقتصادي، اجتکاعي او سوداګریزو اړیکو راتلونکې باندې به د دواړو لوریو تر منځ خبرې اترې وشي.

موسوي ویلي، د حنیف اتمر د سفر په اړه د ایران او افغان ولسمشرانو تر منځ ټلیفوني تماس کې هوکړه شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...